نوازشریف له ګاونډیو سره په ښو اړیکو ټینګار وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې مشر نوازشریف نن په لاهور کښې د خپل ګوند غړیو ته په وینا کښې د پاکستان له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو پرضرورت ټینګار وکړ او حیرانه شو یو هیواد څرنګه خپل نړیوال حیثیت ترلاسه کولی شي په داسې حال کښې چې له ګاونډیو هیوادونو سره اختلافات ولري.
هغه وویل تاسو څرنګه نړیوال حیثیت ترلاسه کولای شئ کله ګاونډي هیوادونه له تاسو څخه خپه وي یا مونږ له هغوې خپه وو.
نوازشریف وویل مونږ باید له هندوستان او افغانستان سره اړیکې سمې کړو او دغه راز له ایران او چین سره هم اړیکې پیاوړي کړو.
هغه په پاکستان کښې د خپل مسلم لیګ نوازشریف څانګې د حکومت دریو پړاونو ته په اشارې سره وویل هر ځل چې مونږ واک ته ورسیدو او هیواد د پرمختګ لپاره مو ښه کار وکړ نو هر ځل مونږ له واک څخه لیرې کړې شو.
نوازشریف پوښتنه وکړه ولې مونږ له واکه لیرې کړې شوي او زه باید پوه شم چې مونږ ولې په نولس سوه درې نویم او نولس سوه نهه نویم میلادي کال کښې له واک څخه لیرې کړې شو.