کاکړ: د افغان کډوالود ویستلو موخه د پاکستان دامنیت تامینول دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143384-کاکړ_د_افغان_کډوالود_ویستلو_موخه_د_پاکستان_دامنیت_تامینول_دي
کاکړ لیکلي: د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۱۶ افغان ښاریزو په پاکستان کې دننه ځانمرګي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۶۵ ترهګر وژل شوي چې ډېریې په سرحدي سیمو کې افغان ښاریز دي.
(last modified 2023-12-18T21:44:23+00:00 )
Dec 19, 2023 02:00 Asia/Kabul
  • کاکړ: د افغان کډوالود ویستلو موخه د پاکستان  دامنیت تامینول دي

کاکړ لیکلي: د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۱۶ افغان ښاریزو په پاکستان کې دننه ځانمرګي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۶۵ ترهګر وژل شوي چې ډېریې په سرحدي سیمو کې افغان ښاریز دي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر د افغان مهاجرینو د اخراج په اړه د نیوکو په ځواب کې دغه اقدام د پاکستان د داخلی امنیت د تامینولو په لړ کی وباله .

پاکستان د تېر سپټمبر په ۱۵ اعلان وکړ چې ټول غیر قانوني کډوال باید د نومبر له لومړۍ نېټې له دغه هېواده  ووځي او یا به  وویستل  شي. اټکل کیږی چې په دغه پلان کې به ۱.۷ میلیونه افغان کډوال شامل شي، د دغه جنجالی  پلان له مخې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه وتلو ته اړ شوي دي.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر«انورالحق کاکړ»، په برتانوی ورځپاڼی «ټیلیګراف» کی یوه لیکنه خپره کړه او د افغان مهاجرینو د ډله ایز اخراج په هکله د پراخو نیوکو په وړاندی یې د خپل حکومت د تګلارې دفاع وکړه. ده وويل چې د افغان مهاجرينو د سيلاب ټولنيزې-اقتصادي او امنيتی  لګښتونه ډیر زیات دي ، يو ځل بيا يې ادعا وکړه چې د پاکستان په ناکراريو کې افغانانو رول لوبولى دى.

کاکړ لیکلي: د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۱۶ افغان ښاریزو په پاکستان کې دننه ځانمرګي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۶۵ ترهګر وژل شوي چې ډېریې په سرحدي سیمو کې افغان ښاریز دي.

 

ده زياته کړه: هيڅ مسول دولت نه شي کولاى دا ډول انديښنې له پامه وغورځوي. هرکله چې مو دا مسله د افغانستان له موقت حکومت سره مطرح کړه، هغوی مونږ ته سپارښتنه کوله  چې « دننه وګورو  پر دې اساس  مونږ  ه په پای کې پریکړه وکړه چې د دوی سپارښتنې  ته پام وکړو ترڅو خپل نظم ورکولو ته توجه وکړو.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر د افغان کډوالو د ځورونې او د هغوی د جبري شړلو په اړه د بشري حقوقو د سازمانونو د راپورونو په ردولو سره وویل: زمونږ ټینګار د خلکو په خپله خوښه ، خوندي او باعزته توګه د هغوی له  قانوني شتمنیوسره  په ستنېدو دی.

 کاکر وویل، شاوخوا ۹۳ فیصده  هغه کسان چې افغانستان ته ستانه  شوي په خپله خوښه یې  دا کار کړي دي.