د ډيره اسماعیل خان د حملې مغز متفکر ترهګر نیول شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې امنیتي ادارو په ډیره اسماعیل خان سیمه کښې یوه اونۍ مخکې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې باندې د ترهګرې حملې مغز متفکر او د اوو اسانتیاو د برابرونکو په شمول نهه ټروریسټان ونیول.
د ډیره اسماعیل خان د ځان وژونکي حملې مسوول حسن چې په شاکر مشهور وو د افغانستان ښاریز دی او هغه له حملې مخکې یوه ویډیو هم خپره کړي وه او په حملې کښې دوهم ځان وژونکی صفت الله مروت هم د افغانستان د طالبانو ډلې غړی دی.
سندونه وايي چې د ډیره اسماعیل خان په حملې کښې د تحریک طالبان پاکستان د «ګنډاپور» ډلې پینځه غړي هم شامل وو او له ترهګرو څخه د امریکا جوړې وسلې او چاودیدونکي مواد هم کشف شوي وو.
د ویلو ده چې تیره اونۍ د پاکستان د خیبر پښتونخواه صوبې په ډیره اسماعیل خان کښې د امنیتي ځواکونو پوستې باندې برید کښې درویشت حکومتي عسکر وژل شوي وو او په ځوابي حملې کښې شپږ ټروریسټان هم هلاک شوي وو.