د افغانستان طالبان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان استازي د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې وویل ترهګرې ډلې په ښکاره ډول د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې دي.
په ملګروملتونو کښې د پاکستان استازي« منیر اکرم» د افغانستان په هکله د امنیت شورا په پرونۍ غونډې کښې وویل په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو شتون د پاکستان ، د سیمې او د نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.
منیر اکرم زیاته کړه په افغانستان کښې تحریک طالبان پاکستان(TTP) او دوې ته اړونده ډلو ته د عمل ازادۍ ورکړل شوي ده.
په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان استازي منیر اکرم ټینګار وکړ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پرضد د تحریک طالبان پاکستان ګواښ جدي دی او د دغه ډلې حملې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو جوړو وسلو ته د لاسرسي په دلیل له تیر وخت څخه په لا پیچلي ډول ترسره کیږي.
هغه د ملګروملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې دغه ارګان د امریکا د پرمختللیو وسلو په هکله چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې لاسونو ته ورغلي دي تحقیق وکړي.
منیر اکرم دغه راز د ترهګرو ډلو پرضد جدي اقدام ته د طالبانو د حکومت د مجبورولو لپاره د افغانستان په بایکاټونو باندې د څارنې د کمیټۍ د کار د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
په ملګروملتونو کښې د پاکستان استازي منیر اکرم وویل د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د تعامل هر ډول سیاست باید د ترهګرو ډلو پرضد د طالبانو د اقدام پراساس ترسره شي.
هغه ټینګار وکړ د طالبانو حکومت باید په افغانستان کښې د ښځو په زده کړې او کار باندې لګول شوي محدودیتونه لغو کړي.