داعش ترهه ګرې ډلګۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند لوړپوړي مشران وګواښل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143620-داعش_ترهه_ګرې_ډلګۍ_د_جمعیت_علمای_اسلام_ګوند_لوړپوړي_مشران_وګواښل
د ایرنا د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي د داعش خراسان ترهګرې ډلې چې په تیرو څو میاشتو کې یې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د پلویانو په غونډه کې د دوو خونړیو ځانمرګو بریدونو او دغه راز د دغه ګوند د یوه لوړپوړي چارواکي د وژلو د هڅې مسولیت په غاړه اخیستی دی، اوس یو ځل بیا د دغه ګوند د یوه لوړ پوړي چارواکي د وژلو هڅې کوي.
(last modified 2023-12-23T04:40:29+00:00 )
Dec 23, 2023 09:08 Asia/Kabul
  • داعش ترهه ګرې ډلګۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند لوړپوړي مشران وګواښل

د ایرنا د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي د داعش خراسان ترهګرې ډلې چې په تیرو څو میاشتو کې یې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د پلویانو په غونډه کې د دوو خونړیو ځانمرګو بریدونو او دغه راز د دغه ګوند د یوه لوړپوړي چارواکي د وژلو د هڅې مسولیت په غاړه اخیستی دی، اوس یو ځل بیا د دغه ګوند د یوه لوړ پوړي چارواکي د وژلو هڅې کوي.

 

 

د داعش ترهګرې ډلې د پاکستان د عامو انتخاباتو په درشل کې د جمعیت علمای اسلام ګوند (فضل څانګې)  ته ګواښ کړی او حکومت د ترهګرو فعالیتونو او په راتلونکو انتخاباتو د هغې د اغیزو په اړه سخت اندیښمن دی.

د پاکستان راتلونکې ټاکنې به د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۸ مه نېټه ترسره شي. په دې انتخاباتو کې به د پنجاب، خېبر پښتونخوا، سند او بلوچستان څلور ایالتي اسمبلۍ او ملي اسمبلۍ شاملې وي.

د ایرنا د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي د داعش خراسان ترهګرې ډلې چې په تیرو څو میاشتو کې یې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د پلویانو په غونډه کې د دوو خونړیو ځانمرګو بریدونو او دغه راز د دغه ګوند د یوه لوړپوړي چارواکي د وژلو د هڅې مسولیت په غاړه اخیستی دی، اوس یو ځل بیا د دغه ګوند د یوه لوړ پوړي چارواکي د وژلو هڅې کوي.

د پاکستان خبري سرچینو خبر ورکړی چې د داعش د خبرداري په عنوان سره په دې لړ کښې اعلانات د باجوړ ښار په شمول د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د قبایلي سیمو په ځینو برخو کښې لیدل شوي دي.

مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر دی او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د پاکستان او افغان طالبانو د حکومت ترمنځ د منځګړیتوب په هدف کابل ته سفر وکړي.

په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له پراخې څپې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې ترینګلې شوې او اسلام اباد پر کابل تور پورې کړ چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر شتون سترګې پټوي.