د پاکستان په کوېټه کې د لاریون شعارونه؛ مرګ په اسرائیلیانو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143710-د_پاکستان_په_کوېټه_کې_د_لاریون_شعارونه_مرګ_په_اسرائیلیانو
د فلسطین ملاتړو د پاکستان په کویټه ښار کې د صهیونیسټ ضد لاریون کې په ګډون کولو سره له فلسطینیانو سره خپل پیوستون څرګند کړ او مرګ په اسرائیلیانو او مرګ په امریکا د شعارونو په ورکولو سره یې په غزه کې د دایمی اوربند غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-12-24T21:52:31+00:00 )
Dec 25, 2023 02:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کوېټه کې د لاریون شعارونه؛ مرګ په اسرائیلیانو

د فلسطین ملاتړو د پاکستان په کویټه ښار کې د صهیونیسټ ضد لاریون کې په ګډون کولو سره له فلسطینیانو سره خپل پیوستون څرګند کړ او مرګ په اسرائیلیانو او مرګ په امریکا د شعارونو په ورکولو سره یې په غزه کې د دایمی اوربند غوښتنه وکړه.

د پاکستان لومړی وزیر په غزې تړانګې کې د تحولاتو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې، په هغو هېوادونو نیوکه وکړه، چې له نیواکګر او صهیونیسټی رژیم سره موافقې ته چمتو دي.

هغه زیاته کړې وه: اسرائیل یو جعلی او ناروا رژیم دی او نیواکګران یې چې د غزې د خلکو په خلاف کوم عمل ترسره کوي، ددغه رژیم د جنایتونو د بڼې ښودنه کوي.

د ایرنا په وینا؛ د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې د مجلس وحدت مسلمین ګوند له خوا د فلسطین د ازادۍ لپاره لاریون وشو، چې په کې د سیاسی شخصیتونو، د پارلمان پخوانیو غړو، د رسنیو او د سوداګرو د ټولنې په ګډون په کې بېلا بېلو قشرونو برخه اخیستې وه.

له فلسطین سره د پیوستون د لاریون دغه ګډونوالو د لبیک یا الاقصی او لبیک یا فلسطین د شعارونو او په نیواکي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه او له دغه رژیم څخه د امریکې ملاتړ وغندل.

مرګ پر اسرائیلو د شعارونو په ورکولو سره هغوی د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکا او اروپا ملاتړ د شرم وړ وباله او د اسلامي هیوادونو له واکمنانو یې وغوښتل چې په غزه کې د دایمي اوربند په رامینځته کولو کې رول ولوبوي.

د صهیونیسټ ضد لاریون کې ویناوالو په غزه کې د اوربند د پریکړه لیک په تصویب کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیو بې کفایتي د افسوس وړ او جنایت وباله او په دې برخه کې یې د امریکې دریځ هم وغندو.