پاکستان د امریکې د ویزې په تمه ناست ځیني افغانان هم وایستل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143858-پاکستان_د_امریکې_د_ویزې_په_تمه_ناست_ځیني_افغانان_هم_وایستل
رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې پاکستان د افغانستان هغه لسګونه ښاریز ایستې دي چې په امریکې کښې د میشت کیدو په انتظار وو.
(last modified 2023-12-27T07:31:25+00:00 )
Dec 27, 2023 11:45 Asia/Kabul
  • پاکستان د امریکې د ویزې په تمه ناست ځیني افغانان هم وایستل

رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې پاکستان د افغانستان هغه لسګونه ښاریز ایستې دي چې په امریکې کښې د میشت کیدو په انتظار وو.

په امریکا کښې د استوګنې د غوښتونکو د مدافعینو یوې ډلې ویلي چې پاکستان د امریکې  د ملاتړ لیکونو ته بې پامي کوي.

«د افغان اواک» په نوم د مهاجرو د استوګن کولو د ایتلاف مشر "شاون ون ډیور" ویلي چې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه افغان ښاریز چې په هغه هیواد کې د امریکا د مهاجرت ځانګړې ویزې یا اوسیدو ته انتظار باسي، ایستل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې پاکستاني پولیسو تر ۲۳۰ ډېر افغان اتباع نیولي، چې شاوخوا ۸۰ یې بېرته خوشي شوي دي.

د امریکې بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، امریکا "د دې ډول قضیو د تعقیب لپاره کومه رسمي لاره نه لري،" او زیاته یې کړه چې په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدنې په تمه د ویستل شوو خلکو شمیر "ډیر لږ دی." .

د رویټرز په وینا، د نومبر په اوله نیټه د پاکستان د مهلت په ختمیدو سره، د امریکې سفارت د افغانستان کابو ۲۵ زرو کدوالو ته حفاظتي لیکونه واستول چې پاکستاني چارواکو ته ثابته کړي چې هغوي په امریکې کښې د میشت کیدو په شرطونو پوره دي.

د امریکې د خارجه وزارت ویان ویلي چې واشنګټن د افغانستان افغان ښاریزو نوملړ پاکستان ته ورکړی چې په امریکا کښې د دوباره میشت کیدو په تمه دي.

د کډوالو د بیا میشتیدنې د ایتلاف مشر او دوو لویدیځو ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د پاکستان ځايي چارواکو په ډیرو مواردو کښې د امریکا د ملاتړ لیکونو هیڅ پروا نه ده کړې.

زیاتره پناه غوښتونکي په ویزو سره پاکستان ته داخل شوي، خو د ویزې د نوي کولو د اوږدې پروسې او د هغې د لوړ لګښت له امله دوی نشي کولی خپلې ویزې نوې او تمدید کړي.

د ویزې له تمدید غوښتونکو څخه یو کس وویل: "مونږ د خوراک لپاره پیسې نه درلودې نو ویزې به مو څنګه نوې کړې وې.

د اکتوبر په میاشت کې، پاکستان د 1.7 ملیون افغان اتباعو په ګډون "غیرقانوني" مهاجرینو ته د هیواد پریښودو یا د اخراج سره د مخ کیدو نیټه وټاکله.

په دغو مهاجرو کې د بهرنيو ځواکونو پخواني همکاران، پخواني پوځيان او د بشري حقونو مدافعين هم له خطر سره مخامخ دي چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته تللي او هلته د مېشتېدو په تمه دي.