ایران او پاکستان اقتصادي سلامشورې زیاتوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن « ممتاز زهرا بلوچ» د تهران او د اسلام اباد د اقتصادي سلامشورو د زیاتولو لپاره د دوه اړخیزه موافقې خبر ورکړ.
د پاکستان او د ایران اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ د تاریخ په اندازې عمر لري او په وروستیو کلونو کښې په بیلابیلو برخو کښې د تهران او د اسلام اباد اړیکې مخ په ښه کیدا دي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې دې ته په اشارې سره چې د ایران او د پاکستان ترمینځ د سټراټيژیکې تجارتي ملګرتیا پینځه کلن پروګرام لاسلیک شوی دی وویل اټکل کیږي چې د دواړو هیوادونو د شیانو د مبادلاتو اندازه پینځو میلیارډو ډالرو ته ورسیږي.
هغې په دوام کښې د افغانستان د حالاتو په هکله هم اعتراف وکړ چې پاکستان په ځلونو د یوه سوله ئیز، خوشحاله او باثباته افغانستان لپاره خپله ارزو څرګنده کړي ده چې دغه هیواد د سیمې لپاره د انرژۍ او د تجارت د یوې څلور لارې په توګه راڅرګند شي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې زهرا بلوچ وویل اسلام اباد هماغه راز د افغانستان له طالبانو سره خبرو اترو او تعامل ته ژمن دی.
د پاکستان حکومت باوري دي چې تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کښې په ازادۍ سره فعالیتونه کوي او په پاکستان کښې حملې له افغانستان څخه پلانوي خو د طالبانو چارواکي بیا دغه ادعا ردوي.