ټیک ټاک جوړونکي خویندې؛ مشرې کشره ووژله او خپله زنداني شوه
Jan 01, 2024 10:48 Asia/Kabul
پاکستاني رسنۍ وایي، د دغه هېواد د پنجاب په ګجرات کې د ټیک ټاک جوړولو پر مهال د مشرې خور د تفنګچې په ډزو کې کشره یې لومړی ټپي او وروسته یې ساه ورکړه.
دغه پېښه د پنجاب د ګجرات په سرای عالمګیر سیمه کې هغه مهال رامنخته شوې، کله چې د ټیک ټاک جوړولو پر مهال د دواړو خویندو ترمنځ لفظي عادي شخړه رامنتځته شوې وه چې د مشرې له لورې د تفنګچې په ډزو کې کشره لومړی ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.
پولیسو ویلي، د دغه ټیک ټاکرو خویندو کشرې تر وژل کېدو وروسته یې مشره خور د دوی له لورې ونیول شوه او دا مهال په زندان کې ترې څېړنې جریان لري.
ټیګونه