ایران له فلسطین څخه د سټراټیجک ملاتړ بیلګه دی
د بشري حقوقو په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړې مرستیالې وویل: اسلامي نړۍ عملي وحدت ته اړتیا لري او د فلسطین له ولس څخه د سټراټیجک او پلان شوي ملاتړ د مثال او سمبول په توګه باید د ایران له اسلامي جمهوریت څخه الهام واخیستی شي.
د بشري حقوقو په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړې مرستیالې وویل: اسلامي نړۍ عملي وحدت ته اړتیا لري او د فلسطین له ولس څخه د سټراټیجک او پلان شوي ملاتړ د مثال او سمبول په توګه باید د ایران له اسلامي جمهوریت څخه الهام واخیستی شي.
میرمن مشعل یاسین ملک نن ایرنا ته په یوه مرکه کښې، د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د غزې د جنګ په وړاندې د لویدیځ په دوه ډوله کړچار باندې په نیوکې سره زیاته کړه: پاکستان د فلسطین او کشمیر د مسلمانانو په شمول له مظلومو ولسونو د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدردان دی.
هغې وویل: په غزې کښې د اسرائیلو د نیواکګرو ځواکونو له خوا د بشري حقوقو او نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي اوج ته رسیدلې ده او د نړۍ خلک، د ملکي وګړو وژله او د اسرائیلو د جنایتونو په لړ کښې د نړیوالو ټولنو په تیره بیا د لویدیځو هیوادونو چپتیا ویني.
دغې پاکستاني چارواکې له مظلومو مسلمانو ولسونو څخه په ملاتړ کښې د ایران د سیمه ایزو سیاستونو په قدرونې سره وویل: اسلامي نړۍ د وحدت د پياوړتیا او د ګډو کټو د ترلاسه کولو لپاره جدي ګامونو ته اړتیا لري، په عین حال کښې د اسلامي نړۍ مخې ته ځیني ګډ ګواښونه او ننګونې هم شته چې باید په همفکرۍ او یوموټي توب سره حل شي.
مشعل یاسین ملک له فلسطین څخه د ایران ملاتړ سټراټيجک او پلان شوی وباله او زیاته یې کړه: نن سبا نور اسلامي هیوادونه او د نړۍ ولسونه باید ایران د ځان لپاره مثال وګرځوي ترڅو وتوانیږي نیواکګر او قاتل رژيمونه بې نقابه کړي.
د بشري حقوقو په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړې مرستیالې، په غزې تړانګې کښې د بې دفاع ملکیانو د حالاتو د خرابتیا او همداشان یې د کشیمر د مسلمانانو د حالت په اړه اندیښنه وښودله او لویدیځو او د اسرائیلو ملاتړو هیوادونو ته په خطاب کښې یې وویل: لویدیځه نړۍ باید ناروا صهیونیسټي رژیم بایکاټ کړي او د هغه د یرغلیزو سیاستونو مخه ونیسي.