له افغانستانه په شوي برید کښې یو پاکستاني پوځي مړ شوی
-
فایل فوټو
د پاکستان پوځ وویل چې د دې هیواد په یوې سرحدې پوسټې د افغانستان له خاورې په شوې ترهګره حمله کښې، یو پوځي وژل شوی دی.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د پاکستان پوځ وویل چې د دې هیواد په یوې سرحدې پوسټې د افغانستان له خاورې په شوې ترهګره حمله کښې، یو پوځي وژل شوی دی.
ایکسپرس ټریبون خبر ورکړی چې دغه حمله د جدي په ۹ نیټه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کښې شوې ده.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د برید کوونکو سره د نښتې په ترڅ کې یو ۳۱ کلن عسکر ټپي شوی و او وروسته مړ شوی دی.
ایکسپریس ټریبیون د پاکستان د پوځ له قوله ویلي، چې په یوه بله پېښه کې پرون (یکشنبه، د جدي په ۱۰مه) د باجوړ په "بټوار" سیمه کې درې "ترهګر" چې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته یې د نفوذ هڅه کوله، په نښه کړل او د جګړې پر مهال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د دغو ترهګرو د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه هم کشف کړې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې طالبان دې د افغانستان له خاورې د ترورېستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره خپله ژمنه پوره کړي.