پاکستان ته د ترهه ګرو د نفوذ سرچینه افغانستان
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144154-پاکستان_ته_د_ترهه_ګرو_د_نفوذ_سرچینه_افغانستان
د پاکستان حکومت ددې خبرې په کولو سره چې په تیر میلادي کال کې دترهه ګرو ډلو ټپلو په ضد څه دپاسه ۱۸زره اطلاعاتي عملیات ترسره شوي ،ددغه هیواد د زیاتره امنیتی ګواښونو سر چینه د افغانستان خاوره اعلان کړه.
(last modified 2024-01-02T07:49:20+00:00 )
Jan 02, 2024 12:08 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د ترهه ګرو د نفوذ سرچینه افغانستان

د پاکستان حکومت ددې خبرې په کولو سره چې په تیر میلادي کال کې دترهه ګرو ډلو ټپلو په ضد څه دپاسه ۱۸زره اطلاعاتي عملیات ترسره شوي ،ددغه هیواد د زیاتره امنیتی ګواښونو سر چینه د افغانستان خاوره اعلان کړه.

د پاکستان دامنیتی ځواک د راپور په اساس، په دغو عملیاتو کې لږترلږه ۵۶۶ترهه ګر هلاک شوي دي .د پاکستان د امنیتی اورګانونو  له قوله د اې آر وائي  ټيلیویژني چینل د راپور  په اساس  دغه زیاتره حملې  د پاکستان په ضد د افغانستان له خاورې پلان او منظمې شوې دي.

د پاکستان له خوا ددغه شان ادعامطرح کیدا ښئ چې ددغه هیواد او په افغانستان کې د طالبانوترمینځ اختلافات او تاؤتریخوالی هماغه شان دوام لري.د اسلام اباد په ترټولو لوړه سیاسی او پوځي سویه زیاتره چارواکو وئيلي دي،چې په افغانستان کې قدرت ته دطالبانو بیرته رسیدا له وخت راهسې،د پاکستان په ضد ددغه هیواد له خاورې ترهه ګرې حملې زیاتې شوي دي.د پاکستان له نظره تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې وګړي  په افغانستان کې په دیره کیدا سره په پاکستان کې د ځینو ټارګټونو په ضد خپلې حملې منظموي. یوه داسې ادعا چې د افغانستان طالب چارواکي ئې تل ردوي. په عین حال کې  دترهه ګرۍ او دپاکستان په ضد د ټي ټي پی د حملو د زیاتیدا موضوع د اسلام اباد او د افغانستان د طالبانو پر اړیکو ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي.د سیاسی چارو یو کارپوه منصور احمد خان په دې باب وائي ؛ترهه ګري یوه سپيره بلا ده چې په وروستیو کلونو کې  سیمې دټولو هیوادونو لپاره په یوه جدی چلنج بدله شوې ده.که هر یو سیمه ایز لوری  دا خیال وکړي چې له  دغه آوزاره د خپلو موخو د پرمخ بیولو لپاره  استفاده کولی شي، نو تجروبې ښودلې ده چې  یوه تیروتي حرکت ته دوام ورکوي او ترهه ګري نه یوازې کومه پوله او حد نه پيژني،بلکې یو داسې سوځونکی اور دی چې که شغلې ئې پورته شي ، نوهر څه سوځوي.

شک نشته چې د پاکستان پوځ  په ۱۰۴۷کال کې ددواړو هیوادونو د خپلواکۍ له وخت راهسې له هندي پوځ سره په سیالۍ کې، د سیمې په یوه قدرتمند پوځ بدل شوی دی.په عین حال کې ترهه ګري،په وروستیو کلونو کې په تیره بیا د شلمې پيړۍ په وروستیو کلونو کې د شوروي دسرۀپوځ له خوا د افغانستان د نیواک له وخت راهسې سبب شوي څو د امریکا  د سي آئي اې  او د انګلستان  د ایم آئي سیکس په څير  له پرَدَیو استخباراتي ادارو سره غږمله د وسله والو ډلو ټپلو د روزنې او منظمونې یوه ډګر ته وارده شي،چې همدااوس لامل شوي څو د بهرنیو استخباراتي ادارو لکه د امریکا CIA  او د انګلستان ایم آئي سیکس سره غږمله د وسلوالو ډلو ټپلو د روزنې او منظمونې ډګر ته وارده شي چې همدااوس  بهرنۍ استخباراتي ادارې  دهغو په ډولوالي سره ،  له دوي دخپلو سپیرو موخو ته درسیدا لپاره ورڅخه استفاده کوي.

په عین حال کې په پاکستان کې فعالې ځیني مذهبی مدرسې چې څه دپاسه تر زرو پورې اټکل کیږي، د افراط پالو او ترهه ګرو ډلو ټپلو  په ذهنی او اعتقادي زمینې  او دترهه ګریزو تفکر په رامینځةکولو کې  هم رول لري. یوه داسې موضوع چې د پاکستان حکومت یا  ورته کومه توجه نه کوي آو یا ئې هم د مذهبی عالمانو په توګه ددغو مدرسو له مشرانو سره په غږمله کولو کې،پر دوي  سترګو پټولو ته مجبوره دي.

په هرحال اندیښمونکي موضوع دا چې په ۲۰۲۱کال کې پر افغانستان د طالبانو بیرته مسلط کیدا پسې ،دغې  ډلې هم د مذهبی مدرسو د تاسیس  اقدام کړی دی چې اټکل کیږي ، دغه مذهبی مدرسې تر زرګونو پورې رسیږي او په افغانستان :ې ځيني سیاسی او مذهبی بهیرونه  ټینګار کوي،چې په دغو مدرسو کې نظامي روزنې هم په نظر کې ونیول شي،په داسې بڼه کې چې په افغانستان کې مذهبی مدرسې د پاکستان له مذهبی مدرسو په مقابل کې راوستل شي،نو د سیمې دامنیتی چارو راتلونکی  به له  لاجدي  چیلنچ سره مخ کړي.

په همدې دلیل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په شمول دسیمې هیوادونه، دترهه ګرو ګواښونو په زیاتیدا اندیښمنه څرګندوي. دې ته په پام سره چې هیڅ یولوری  له ترهه ګرو فعالیتونو څخه  ګټه  نشي ترلاسه کولی، نو ضروري ده چې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره سیمه ایزې ملګرتیاوې پیاوړي شي او هیڅ یوه لوري ته اجازت ورنکړل شي، پولې ئې د ترهه ګرو په ځالو بدلې شي.