د تهران اواسلام اباد اړیکي د سیمې د سولې لپاره حیاتي دي
رحیم حیات قریشي ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ په ګډون د پاکستان او ایران ګډې ننګونې غږمله اقدام ته اړتیا لري.
په تهران کښې د پاکستان سفارت د ایران د اسلامی جمهوریت په څنګ کې د دغه هیواد په دریدا په ټینګار سره اعلان وکړ چې د سیمې د صلحې لپاره د دواړو وروڼو هېوادونو ملګرتیا او متقابل اعتماد حیاتی دی.
د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ایالت په یوه کلي کې د پنجشنبې په سهار د پاکستان د بې پیلوټه الوتکې په برید کې نهه غیر ایرانیان وژل شوي دي.
له دغه ډرون حملې وروسته په تهران کښې د پاکستان د سفارت شارژدافیر د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د ایران د اسلامی جمهوریت سخت اعتراض یې ورته ولیږل.
د ایرنا د راپور له مخې، په تهران کې د پاکستان سفارت نن د «X» ټولنیزې شبکې په خپل رسمي کارونکي اکاونټ کې په یوه پیغام کې لیکلي چې پاکستان تل په ټولو سختو حالاتو کې د ایران ترڅنګ ولاړ دی.
په دغه پیغام کښې راغلی دی: د سیمې په پیچلو شرایطو کښې د ایران او پاکستان ملګرتیا او متقابل اعتماد د سولې او ثبات لپاره حیاتی دی.
تر دې مخکې په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر رحیم حیات قریشي چې اوس په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د سیمه ییزو چارو مرستیال دی، د ایکس ټولنیزې شبکې په خپل اکاونټ کې لیکلي: ایران او پاکستان ورورګلویزې اړیکي لري او د ستونزو د حل لپاره ټول مسایل به د مثبتو خبرو اترو له لارې پر مخ ولاړ شي.
رحیم حیات قریشي ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ په ګډون د پاکستان او ایران ګډې ننګونې غږمله اقدام ته اړتیا لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیانیه کښې د دواړو هېوادونو د پولو په یوه سیمه د حملې په لړ کښې د پاکستان د نه منلو وړ اقدام په غندلو سره اعلان وکړ چې د پاکستان دوست او ورور حکومت له وسله والو ترهګرو جلا دی.
د ایران د خارجه وزارت په بیانیه کښې راغلی دی: په داسې حال کښې چې د ایران اسلامی جمهوریت د ایران او پاکستان د دولتونو اوملتونو ترمېنځ د ښه ګاونډیتوب او ورورولۍ په سیاست باندې پابند دی دښمنانو ته اجازه نه ورکوی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ښې او ورورګلوۍ اړیکې خرابې کړی.. د ایران د خلکو امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا خپله سور کرښه ګڼي او د پاکستان له دوست او ورور هېواد حکومت په کلکه هیله کوي چې په پاکستان کې د وسله والو ترهګرو ډلو د اډو او مرکزونو د جوړولو په مخنیوي کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.