پاکستان لاهم د افغانستاني کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145678-پاکستان_لاهم_د_افغانستاني_کډوالو_ایستلو_ته_دوام_ورکوي
د طالبانو د کډوالو وزارت د افغان کډوالو خلاف د پاکستان د غلیمانه سیاست او د هغوي د استلو د دوام خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-02-03T06:27:51+00:00 )
Feb 03, 2024 09:12 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د طالبانو د کډوالو وزارت د افغان کډوالو خلاف د پاکستان د غلیمانه سیاست او د هغوي د استلو د دوام خبر ورکړی دی.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو د کډوالو د چارو وزارت وویل چې څه باندې ۴۰۰ افغان کډوال په دې تیرو ورځو کښې له پاکستانه ایستل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، یاد کسان د روانې سلواغې د میاشتې په ۱۲ او ۱۳ نیټو د طورخم ام سپين بولدک له سرحدونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې وروستیو کښې د ملګرو ملتو د انساني مرستو غږملوونکې ادارې(اوچا) په خپلې ایکس پاڼې لیکلي وو چې له پاکستانه د ستنو شویو افغانانو شمیر له پنځو لاکو اوښتې دی.

دغه ارګان ویلي چې ۸۴ فیصده یې د تیر ۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو کښې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډولۍ د نړیوال ارګان په وینا له پاکستانه په ستنو شویو افغان کډوالو کښې ۴۸ فیصده ښځې او ۵۲ فیصده سړي دي.

یاده دې وي چې پاکستان په دې وروستیو څو میاشتو کښې د افغانستان د کډوالو خلاف سخت سیاستونه او پالیسي خپله کړې او ډیر کډوال یې ایستې دي.