محمد شهباز شریف د پاکستان منتخب لومړی وزیر شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i147048-محمد_شهباز_شریف_د_پاکستان_منتخب_لومړی_وزیر_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کې ملي اسمبلۍ نن ( یکشنبه د مارچ په درېیمه) د مسلم لیګ ن ګوند شهباز شریف لومړی وزیر وټاکه.
(last modified 2024-03-03T13:05:03+00:00 )
Mar 03, 2024 14:20 Asia/Kabul
  • محمد شهباز شریف د پاکستان منتخب لومړی وزیر شو

زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کې ملي اسمبلۍ نن ( یکشنبه د مارچ په درېیمه) د مسلم لیګ ن ګوند شهباز شریف لومړی وزیر وټاکه.

په دې ناسته کې د لومړي وزارت  څوکۍ ته لږ تر لږه ۱۶۹ رایې په کار وې او د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر محمد ایاز صادق وویل "شهباز شریف ۲۰۱ رایې ګټلې او لومړی وزیر شو."

دی د پاکستان ۲۶م داسې لومړی وزیر  چې د رایو پر بنسټ ټاکل کېږي اعلان شو، خو په ټوله کې د پاکستان ۳۳م لومړی وزیر دی.

د هغه سیال عمر ایوب ۹۲ رایې خپلې کړي دي.

عمر ایوب د تحریک انصاف لخوا دغې څوکۍ ته نومول شوی و، خو شهباز شریف د خپل ګوند تر څنګ د پیپلز او ځینې نورو وړو ګوندونو ملاتړ له ځانه سره درلود.

په ملي اسمبلۍ کې د ټاکنې دا بهیر په خورا شور ماشور او د یوه بل ضد شعار په فضا کې تر سره شو.

د عمران خان پلویانو د هغه له تصویرونو او 'ازادي' غږونو سره په ناسته کې ګډون کړی و.

شهباز شریف له ټاکل کېدو وروسته خپله لومړۍ وینا هم د مخالفو وکیلانو د سختو نارو، د اسمبلۍ د ننه ګډوډیو او اعتراضونو سره هممهاله وکړه.

دا دویم ځل دی چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړو اکثریت په شهباز شریف راټولېږي.

دی په ۲۰۲۲م کې د عمران خان له بې واکه کېدو وروسته هم لومړی وزیر ټاکل شوی و.

محمد شهباز شریف د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور دی، له دې مخکې یې درې ځلې د پنجاب د وزیر اعلی په توګه هم دنده اجراه کړي.

دی د تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي او پخواني لومړي وزیر عمران خان په ضد د تحریک چلولو یو مهم مشر پاتې شوی.

بل خبر دا چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ویندوی روف حسین وویل بیرسټر ګوهرخان د دغه ګوند د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز ویل کیږي چې د پاکستان د ولسمشرۍ لپاره هم د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري کاندید دی او هغه به زر د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شي.