د پاکستان پورونه ۴۰۰۰ میلیارده روپۍ زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i147328-د_پاکستان_پورونه_۴۰۰۰_میلیارده_روپۍ_زیات_شوي
د پاکستان مرکزي بانک ویلي چې په تېرو ۷ میاشتو کې د دغه هېواد پورونه په سلو کې ۶ ډېر شوي دي.
(last modified 2024-03-08T05:47:37+00:00 )
Mar 08, 2024 10:15 Asia/Kabul
  • د پاکستان پورونه ۴۰۰۰ میلیارده روپۍ زیات شوي

د پاکستان مرکزي بانک ویلي چې په تېرو ۷ میاشتو کې د دغه هېواد پورونه په سلو کې ۶ ډېر شوي دي.

پاکستاني رسنیو پرون د خپل هېواد د مرکزي بانک پر اساس راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ له جولای څخه د سږ کال تر جنورۍ پورې د پاکستان پورونه ۴۰۰۰ میلیارده روپۍ زیات شوي او اوس ټول پورونه ۶۴۸۴۲ میلیارد روپیو ته رسېدلي دي.

د پاکستان مرکزي بانک همداراز وايي چې په تېرو ۷ میاشتو کې د پاکستان داخلي پورونه له ۳۸ تریلیون روپیو ۴۲ تریلیون روپیو ته زیات شوي، خو بهرني پورونه له ۲۲ تریلیون روپیو ۲۲ اعشاریه ۲۱ تریلیون روپیو ته ډېر شوي دي.

د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د اعتماد رایې له ترلاسه کولو وروسته خپلې اقتصاديۍ کمېټې ته ویلي چې د پیسو له نړیوال بانک سره د نور پور په اړه خبرې پيل کړي.