Mar 09, 2024 06:15 Asia/Kabul
  • نن د پاکستان په تاریخ کې څوارلسم ولسمشر ټاکل کیږي

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې؛ نن د پاکستان د څوارلسم ولسمشر د ټاکل کېدو په موخه د اصف زرداري او محمود خان اچکزي ترمنځ د دغه هېواد په قومي اسمبلۍ کې د رایو تر لاسه کولو په موخه سیالي کیږي.

د دغه رسنیو د خبر له مخې؛ اصف زرداري په ټاکنو کې د پیپلز او ملاتړو ګوندونو نوماند دی،خو د سني اتحاد شورا لخوا محمود خان اڅکزی د پاکستان ولسمشرۍ لپاره نوماند کړای شوی دی.

ټاکل شوې نن د ولسمشر د ټاکلو په موخه د څلورو واړو صوبایي اسمبلۍ، مشرانو جرګه او قومي اسمبلۍ غړي په ګډه نوی ولسمشر وټاکي.

هغه کاندید چې ډیرې رایې ترلاسه کړي د پاکستان ولسمشر به وټاکل شوي، خو که دواړه نوماندان مساوي رایې ترلاسه کړي، د جیو نیوز د خبر له مخې پریکړه به د قرعې په واسطه کیږي.

 

 

ټیګونه