آصف علي زرداري د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i147398-آصف_علي_زرداري_د_پاکستان_د_ولسمشر_په_توګه_وټاکل_شو
آصف علي زرداري د پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوند مشترک کاندید د پاکستان د څوارلسم ولسمشر په توګه انتخاب شو.
(last modified 2024-03-09T20:41:57+00:00 )
Mar 10, 2024 00:55 Asia/Kabul
  • آصف علي زرداري د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو

آصف علي زرداري د پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوند مشترک کاندید د پاکستان د څوارلسم ولسمشر په توګه انتخاب شو.

له ده سره دې سیالۍ ته محمود خان اڅکزی د سني اتحاد شورا له لورې چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند یې ملاتړ کوي ولسمشرۍ ته کاندید وو.

آصف علي زرداري د پارلمان ۲۵۵ رایي واخیستې او محمود خان اڅکزي ۱۱۹ رایي خپلې کړې.

آصف علي زرداري په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هم د پاکستان ولسمشر شوی وو.