پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه وکړه
(last modified Fri, 15 Mar 2024 00:30:33 GMT )
Mar 15, 2024 05:00 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې« ممتاز زهرا بلوچ» د پاکستان د دریو ښاریزو د ازادولو لپاره چې د انسانانو د قاچاقچیانو لخوا تښتول شوي وو د ایران د اسلامي جمهوریت د اقدام قدرونه وکړه.

هغې پرون په اسلام اباد کښې په خبري کانفرنس کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پرله پسې او د رغنده ملګرتیا په قدرونې سره وویل  پاکستان د ایران د زیارتوالو د امنیت په تامینولو کښې د ایران د چارواکو قدرونه کوي او له غیر قانوني مسائیلو سره په مقابله کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په وسونو باندې کامل ډاډ لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د خپلې وینا په بلې برخې کښې د غزې تړانګې د بې دفاع فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو دوام او په روژې مبارکه میاشت کښې په فلسطیني کډوالو باندې د حملو زیاتیدا ته په غبرګون کښې وویل د فلسطیني  کډوالو لپاره د ملګروملتونو د کار د پیدا کولو او د مرستو د رسونې اژانس انروا (UNRAWA)ته اړونده د مرستو په مرکز باندې د اسرائیلو د نسل کش رژيم د پوځیانو د وړمې ورځې حمله وحشیانه وه.

هغې په غزې تړانګه کښې په سترې انساني غمیزې باندې د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره د اسرائیلو د رژيم د جنایتونو د بندولو او په غزې کښې سمدستي د اوربند د ټینګولو لپاره د نړیوالې ټولنې د رول د لوبولو غوښتنه وکړه.