اسلامي ایران د پاکستان د ګازو ضرورت پوره کولای شي
(last modified Sun, 17 Mar 2024 23:17:13 GMT )
Mar 18, 2024 03:47 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د پاکستان د ګازو ضرورت پوره کولای شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د ملي پارلمان نوي مشر سردار ایاز صادق د تهران او د اسلام اباد د دوه اړخیزه ملګرتیاو له پراختیا سره د مرستې لپاره د پارلمان له ظرفیتونو په استفادې باندې ټینګار سره وویل له ایران څخه د ګازو پایپ لاین د اسلام اباد د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره ډیر اهمیت لري.

د پاکستان د ملي پارلمان نوي مشر سردار ایاز صادق په اسلام اباد کښې د ایران له سفیر« رضا امیري مقدم» سره په  کتنه کښې وویل د دواړو هیوادونو د پارلمانونو له ظرفیت څخه باید د اقتصادي ملګرتیاو د پراخولو او د تجارت د اندازې  له پیاوړي کولو سره د مرستې لپاره استفاده وشي.

د پاکستان د ملي پارلمان مشر دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اسلام اباد له ایران سره د اقتصادي ملګرتیاو د پیاوړتیا او د تجارتي او د سوداګري پلاویو د تګ راتګ او په تیره بیا د خصوصي او د حکومتي برخونو ترمینځ د تعامل هرکلی کوي وویل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګازو ګډه پروژه انرژۍ ته د پاکستان د ضرورت د پوره کولو لپاره ډیره مهمه ګنل کیږي او دغه پروژه ډیر اهمیت لري.

په پاکستان کښې د ایران سفیر دغه راز په پاکستان کښې د وروستیو انتخاباتو په بریالیتوب سره په ترسره کیدا او د نوي حکومت په جوړیدا باندې د خوښې په څرګندولو سره د پلاویو د تبادلو ، د پارلماني ډيپلوماسۍ د پیاوړي کولو او په مهمو سیمه ئیزو او نړیوالو ټولنو کښې د دواړو هیوادونو د پارلمانونو ملګرتیاو او د پارلماني دوستۍ ډلو د فعالولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.