May 23, 2024 14:20 Asia/Kabul
  • د خرلاڅئ پولې د بندیدا او خلاصون په باب ضد ونقیض خبرې کیږي

د پاکستان  د سرحدي ځواک او د افغانستان د طالبانو د پوله ساتي ځواکونو ترمینځ  د پوله ایزو نښتو له دریدا سره سره ، دپاکستان  یوه  چارواکي ووئیل،تراوسه  پورې   ئې له افغانستان سره د خرلاڅئ د پولې د سترې لارې د پرانیستو په باب کومه فیصله نه ده کړې .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ،د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي آناتولي خبری آژانس ته وئيلي دي،د پاکستان او افغانستان د پوله ساتي ځواکونو ترمنیځ  دنښتو له دریدا سره سره  د خرلاڅئ  سرحدي لاره  هماغه شان د پرله پسې اومې ورځې لپاره تړل شوې ده او تر اوسه پورې ئې ددغې لارې د پرانیستل کیدا په باب کومه فیصله نه ده کړې.

د پاکستان دخرلاڅئ سرحدي ستره لاره چې  د پاکستان قبایلي سیمه  د  افغانستان  له پکتیا ولایت سره یو ځاي کوي، په همدا روستیو کې  د پاکستان او افغانستان  د پوله ساتي ځواکونو ترمینځ په نښتې پسې تړل شوې ده. دغه نښتې تر  څو ورځو پورې روانې وې او دواړو خواؤ ته ئې یو شمیر مرګ ژوبلې هم اړولي  او دغه راز د کورمې  د ځاي  مشرانو او سپین روبو اوځاي تنظیمونو  په مینځګړیتوب سره  دواړه لوري   اوربند منلو ته راضي شوي او  په اوربندئې سره موافقه کړې ده.

د یوې تجارتي   اتحادئې   مشر حاجي رؤف  آناتو لی ته وئیلي دي، د پولې په دواړو لورو  کې د خرابیدونکو شیانو پشمول   په مختلفو شیانو باندې بار په سلګونو ټریلرې  او ګاډي د سترې سرحدي  لارې د پرانیستل کیدا په تمه دي.