د پاکستان اوایران د کلتوری ټوریسټي ظرفیّتونو د بیانولو سمینار ترسره شو
د پاکستان په کراچۍ کې د ایران او پاکستان ترمینځ د ټوریزم د دودولو لپاره د پاکستان دټوریزم د فعالانو د لازیاتې بلدتیا او څلورو موسمونو د ټاټوبی په توګه د ایران د ټوریستي ظرفیّتونو د بیانولو په موخې سره د ؛ جذبونکي ایران ؛ نومې دریم سمینار ترسره شو.
په تیرو کلونو کې د ټوریزم د مراوداتو د پراختیا په موخې سره ،د ایران او پاکستان ددووګاونډیو هیوادونو د سیلانیّانو د سفرونو دآسانولو په تیره بیا ایران ته د پاکستانیوزیارتوالو دسفر آسانتیا،د مذهبی او سلامتیا ټوریزم د حوزې پشمول دټوریزم دظرفیّتنو معرفي کول، د پاکستان دتجارتي مرکز په توګه په کراچۍ کې یوشمیر سمینارونه ترسره شوي دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، د جذاب ایران کلتوری او ټوریسټي ولولناکې سمینار د ایران د اسلامی جمهوریت د سرکنسولګرۍ په کوربتوب او د ټوریزم د ۱۷۰ ایجسنیانو د مدیرنوا و نمایندګانو او د زیارتي کاروانو د مشرانو او د پاکستان د هوائي شرکت د نمایندګانو په شتون سره په کراچۍ کې ترسره شو.
ددغه سمینار د ترسره کیدا موخه ،پر غیر تیلي اقتصاد دتکیې او د پراختیا د سیاست په لړ کې د ایران دنړیوال ټوریزم له ظرفیّتونو څخه د استفادې لپاره د پاکستانیو سیلانیانو لازیاته جذبیدا اعلان شوې ده.
بل خبر دا چې د پاکستان په اسلام اباد کې د د غزې د شهیدانو او د ایران د اسلامی جمهوریت د خدای بخښلي ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي په یاد او د اسلامی وحدت سمینار هم د پاکستانیوسیاسی او مذهبی ا و کلتوري شخصیّتونو په شتون سره ترسره شو. او ویناوالو د سیمې د مظلومو ملتونو او داسلامی نړۍ ددفاع لپاره د ایران د خداي بخښلي ولسمشر د لیدتوګو پرپیروئ ټينګار وکړ.
