پاکستان او تاجیکستان د سټراټژيک مشارکت موافقه لاسلیک کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149934-پاکستان_او_تاجیکستان_د_سټراټژيک_مشارکت_موافقه_لاسلیک_کړه
په اسلام اباد کې د پاکستان دصدراعظمۍ دفتر  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د پاکستان لومړي وزیر  د تاجیکستان دوشنبې ښار ته په سفر کې  د تاجیکستان له ولسمشر  امامعلی رحمان  سره کتنه کړې او  دواړو لورو  ددوو اړخیزو ، ملګرتیاؤپه پراختیا او  پر سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو  هم د نظر تبادله کړې ده.
(last modified 2024-07-03T04:52:21+00:00 )
Jul 03, 2024 09:17 Asia/Kabul
  • پاکستان او تاجیکستان د سټراټژيک مشارکت موافقه لاسلیک کړه

په اسلام اباد کې د پاکستان دصدراعظمۍ دفتر  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د پاکستان لومړي وزیر  د تاجیکستان دوشنبې ښار ته په سفر کې  د تاجیکستان له ولسمشر  امامعلی رحمان  سره کتنه کړې او  دواړو لورو  ددوو اړخیزو ، ملګرتیاؤپه پراختیا او  پر سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو  هم د نظر تبادله کړې ده.

ایرنا خبری اژانس راپور  ورکړی، د پاکستان او تاجیکستان مشرانو  داوږدمهاله ملګرتیاؤ د لوړتیا لپاره د یوې سټراټژيکې موافقې په لاسلیک کولو سره ، ددوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ.

په راپور کې  وئيل شوي دي ، په اسلام اباد کې د پاکستان دصدراعظمۍ دفتر  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د پاکستان لومړي وزیر  د تاجیکستان دوشنبې ښار ته په سفر کې  د تاجیکستان له ولسمشر  امامعلی رحمان  سره کتنه کړې او  دواړو لورو  ددوو اړخیزو ، ملګرتیاؤپه پراختیا او  پر سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو  هم د نظر تبادله کړې ده.

ددواړو هیوادونو مشرانو د خپل مینځیو  اړیکو د ژورتیا لپاره چې پر تاریخ، کلتور، جغرافیائي ګاونډيتوب ،  او په ګډ ایمان  مشتملې دي ، پر خپلې ژمنتیا ټينګار وکړ.

شهباز شریف  او امام علی رحمان همداراز  د اوږدمهاله سټراټژيک  مشارکت او  د ملګرتیا د  نوو سپرکو  د غوړیداپه خاطر د پاکستان او تاجیکستان  د اړیکو د سوئې د لوړولو لپاره   د سټراټژيک مشارکت یوه موافقه لاسلیک کړه.

دواړه هیوادونو همداراز د سمندری  راشه دیرشه ، ټوریزم ، سپورټ ، تعلیم، ډيپلوماسۍ ، او د  صنعتي او اجتماعي ملګرتیاؤ  له حوزو سره  د اړونده ملګرتیا څو سندونه لاسلیک کړل.

د پاکستان لومړي وزیر  او د تاجیکستان ولسمشر همداراز په غزې کې  د روان وضعیّت، د اسرائيلو د جنایتونو  او د میرمنو او ماشومانو پشمول د زرګونو بې ګناه فلسطینیانو دوژل کیدا  په باب جدي  اندیښنه څرګنده کړې ده. ددواړو هیوادونو مشرانو  د فلسطنیانو په ضد د تاؤتریخوالو دختمولو او په سیمې کې د سولې د ټينګیدا لپاهر  دنړیوالې ټولنې  د هڅو د زیاتیدا غوښتنه  وکړه.

ټاکل شوې  چې د شانګهائي موسیسې دوه ورځنۍ  سرمشریزه نن د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې کې پیل شوي.