د پاکستان او امریکا ګډه دوه اونیزه پوځي مانوره پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149952-د_پاکستان_او_امریکا_ګډه_دوه_اونیزه_پوځي_مانوره_پیل_شوه
د پاکستان  د پوځ په دغې اعلامیې کې  راغلي دي ،د پوځي یونټ په سویه د ترهه ګرۍ له ګواښ سره په جنګ کې د تاکتیکي  مهارتونو د مبادلې او له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې په حوزې کې د ۲۰۲۴ کال امریکا –پاکستان  دوه اړخیزه ګډه  او دوه اونیزه مانوره یا مشقونه پیل شوي دي.
(last modified 2024-07-03T23:39:22+00:00 )
Jul 03, 2024 15:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان او امریکا ګډه دوه اونیزه پوځي مانوره پیل شوه

د پاکستان  د پوځ په دغې اعلامیې کې  راغلي دي ،د پوځي یونټ په سویه د ترهه ګرۍ له ګواښ سره په جنګ کې د تاکتیکي  مهارتونو د مبادلې او له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې په حوزې کې د ۲۰۲۴ کال امریکا –پاکستان  دوه اړخیزه ګډه  او دوه اونیزه مانوره یا مشقونه پیل شوي دي.

ایرنا خبری اژآنس راپور ورکړی ، د پاکستان د پوځ په یوې خبرتیا کې  راغلي دي   چې دغه هیواد د امریکا  د پوځ له ځانګړي ځواک سره د  ترهه ګرۍ په ضد ګډه دوه اونیزه مانوره ، له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په حوزې کې د تجروبو  دمبادلې په چورلیزتوب سره په پاکستان کې پیل شوې ده.

په راپور کې وئيل شوي دي ، د پاکستان  د پوځ په دغې اعلامیې کې  راغلي دي ،د پوځي یونټ په سویه د ترهه ګرۍ له ګواښ سره په جنګ کې د تاکتیکي  مهارتونو د مبادلې او له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې په حوزې کې د ۲۰۲۴ کال امریکا –پاکستان  دوه اړخیزه ګډه  او دوه اونیزه مانوره یا مشقونه پیل شوي دي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،دغه مانوره  به د  د پاکستان په شمال لویدیځ  خیبر پختونخواه صوبې کې په پَبو پوځي سیمې کې   له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په ځانګړي مرکز کې تر دوو اونیو پورې پلان شوې  ده.

د پاکستان  او امریکا ځانګړي ځواکونه  په دغې مانورې کې د پلي  سسټم په توګه  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې دعملیاتو لپاره  دحیاتي  مانورو اورودو د اصلاح  او جنګي تجروبې سره شریکوي.

د تیر کال د کب  یا هوت د میاشتې په وروستیو کې هم د امریکا د سمندری ځواک یوه جنګی بیړه د پاکستان له سمندری ځواک سره د ګډې مانورې د ترسره کیدا په موخې سره په کراچۍ کې دیره شوې وه.