پاکستان له ایران سره د هراړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران د اسلامی جمهوریت نوی ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټيلیفوني تماس کې له تهران سره د هراړخیزو مناسباتو د پراختیا لپار د اسلام اباد پر چمتووالی ټينګار وکړ او وې وئيل، پاکستان ته د خداي بخښلي ابراهیم ریئسي په سفر کې ددواړو هیوادونو شوي موافقې د دوه اړخیز ګټه ور مشارکت لپاره ډيرې ښې دي.
ایرنا خبری اژانس راپو رورکړ، په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر ددفتر دعمومی اړیکو برخې په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، شهباز شریف د ایران د اسلامی جمهوریت له نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټيلیفوني تماس کې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې دهغه د بریالیتوپ په باب دزړه له کومې مبارکي وئیلي ده .
په دغې اعلامیې کې راغلی دي، شهباز شریف د اسلامی انقلاب ستر لارښود ته دتاودۀ سلام په وړاندې کولو سره، د ولسمشرۍ د سالمو انتخاباتو په ترسره کیدا او د ډيموکراټيک بهیر له لارې د سیاسی قدرت د کامیابې منتقلیدا په اړه هم هغه او دایران ملت ته مبارکي ووئیله.
هغه زیاته کړې ده ، ایران ا،پاکستان د ورور او ګاونډیو هیوادونو په عنوان له یوه بل سره په ګډو دودونو ،کلتور او دیني او تاریخي مشترکاتو سره پيوند خوړلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر د ولسمشرۍ په پړاؤ کې د مسعود پزشکیان لپاره د بریالیتوب په هیلې سره ووئیل، اسلام اباد دسیمه ایز امنیت، انرژۍ، تجارت پشمول په مختلفو زمینو کې د هراړخیزو ملګرتیاؤ دلوړتیا او ددواړوهیوادونو داړیکو دلاپیاوړتیا لپاره په تهران کې له نوي حکومت سره نزدې ملګرتیا ته لیواله دی. په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د ایران نوی منتخب ولسمشر پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر په مبارکۍ په مننې سره د دوو وروڼو ملتونو ترمینځ د مخینه لرونکو اړیکو دلاژورتیا لپاره خپله ګروهنه ښودلې ده.