د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان ته سفر کوي
(last modified Wed, 10 Jul 2024 11:11:34 GMT )
Jul 10, 2024 15:41 Asia/Kabul
  • د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان ته سفر کوي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي تېره ورځ د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې افغانستان ته د خپل سفر اعلان وکړ.

نوموړي افغانستان يو ورور هېواد وباله او ويې ویل: پاکستان پخوا هم له افغانستان سره نږدې اړيکې درلودې او دغه اړيکې به جاري ساتي ، ځکه دوه ګاونډي هېوادنه بدلون نشي کولای.

اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر اعلان په داسې حال کې کوي چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې له افغانستان څخه پر دغه هېواد بریدونه زیات شوي دي.

اسلام اباد لا هم د افغانستان پر سرپرست حکومت د نه همکارۍ تورونه لګوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پرون د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې وکړې او دا یې هم ویلي چې امنیت هغه لویه ستونزه ده چې هېواد یې له افغانستان سره لري.