پزشکیان صیب! ولسمشري دې مبارک شه
(last modified Thu, 11 Jul 2024 01:51:09 GMT )
Jul 11, 2024 06:21 Asia/Kabul
  • پزشکیان صیب! ولسمشري دې مبارک شه

تاسو ته ډاډ درکوو چې  د ایران او پاکستان  داړیکو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره به  له هیڅ ډول ملګرتیا  سرغړونه ونه کړو او   په نوي پړاؤ کې  به د اړیکو دغه پيوند  لا پیاوړی او د مونږ اقتصادي ملګرتیاوې  هم له پراخې شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر  د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مسعود پزشکیان  دبریالیتو په باب  په مبارکۍ  سره ووئيل، مونږ  د  دایران د  بریالیو ا نتخاباتو په ترسره کیدا او د ولسمشر په ټاکلو کې د ایران د ملت په خوشالۍ کې  شریک یوو  او په نوي پړاؤ کې ددوو اړخیزو اړیکو  له پیاوړتیا  بشپړ ملاتړ کوو.

ایرناخبری اژانس راپور ورکړ، د پاکستان دجمعیت علماي پاکستان  ف څانګې مشر مولانافضل الرحمن  د ایران د اسلامی جمهوریت  نوي وټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان ته  په یوه لیک کې  دبریالیتوب په باب په مباکرۍ وئیلو سره  ووئیل، د پاکستان  خلک   د تاسو  په خوشالۍ کې  د ایران  له ورور او ګاونډي ملت  سره مټ په مټ  خوشال او ملګری دی. هغه پزشکیان ته په خطاب کې ووئیل ، دتاسو بریالیتوب  دپه تاسو د ایران دملت  دپیاوړي اعتماد او د ډيموکراټيک بهیر  ښودنه کوي چې  د  دخپل منتخب ولسمشر  لپاره د ولس د اکثریّتي  رایو  سبب شوی دی.

مولانا صیب ټينګار کړی دی ، تاسو ته ډاډ درکوو چې  د ایران او پاکستان  داړیکو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره به  له هیڅ ډول ملګرتیا  سرغړونه ونه کړو او   په نوي پړاؤ کې  به د اړیکو دغه پيوند  لا پیاوړی او د مونږ اقتصادي ملګرتیاوې  هم له پراخې شي.