په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي مړینه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i150228-په_پاکستان_کې_د_پښتون_ژغورنې_غورځنګ_د_یوه_فعال_غړي_مړینه
پېژندل شوی شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی، ګیله من وزیر، چې د چاقو د برید او د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستري وو، په اسلام آباد کې ساه ورکړه.
(last modified 2024-07-11T07:24:58+00:00 )
Jul 11, 2024 11:51 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي مړینه

پېژندل شوی شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی، ګیله من وزیر، چې د چاقو د برید او د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستري وو، په اسلام آباد کې ساه ورکړه.

پاکستاني رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ د سرچینو په حواله  د ګیله من وزیر مړینه تایید کړې ده. پر نوموړي د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې برید وشو او سخت ټپي شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر دې وړاندې خبریالانو ته ویلي وو، چې که پاکستاني پولیس د دغه برید عاملین پیدا نه کړي، دا به په ډاګه کړي، چې حکومت په دغه برید کې لاس لري.