پاکستان  په ۲ اوونیو کې تر ۱۵ زره ډېر افغان کډوال ایستلي
(last modified Mon, 15 Jul 2024 11:54:38 GMT )
Jul 15, 2024 16:24 Asia/Kabul
  • پاکستان  په ۲ اوونیو کې تر ۱۵ زره ډېر افغان کډوال ایستلي

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن (دوشنبې) وویل چې په تېرو دوو اوونیو کې ۱۵ زره او ۷۲۷ افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پلان له پلي کېدو راهیسې تر ۶۵۳ زره ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د چهارشنبې له ورځې څخه تر نن دوشنبې پورې ۷۱۲۶ نارینه، ۴۹۲۶ ښځې او ۳۶۷۵ ماشومان له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې دغه کډوال په ۵۱۰ موټرو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پلان د تېر (۲۰۲۳) په نوومبر کې پیل شو.