پاکستان له کابل څخه د حافظ ګل بهار د سپارلو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i150502-پاکستان_له_کابل_څخه_د_حافظ_ګل_بهار_د_سپارلو_غوښتنه_وکړه
پاکستان وايي، د حافظ ګل بهار د ډلې په ګډون نور پاکستاني طالبان هم افغانستان کې پټنځایونه لري
(last modified 2024-07-19T23:40:42+00:00 )
Jul 20, 2024 04:09 Asia/Kabul
  • پاکستان له کابل څخه د حافظ ګل بهار د سپارلو غوښتنه وکړه

پاکستان وايي، د حافظ ګل بهار د ډلې په ګډون نور پاکستاني طالبان هم افغانستان کې پټنځایونه لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په مشخص ډول د کابل په حکومت غږ وکړ، چې د پاکستاني طالبانو یو مشر حافظ ګل بهار دې ور وسپاري.

هغې ادعا وکړه، چې طالب چارواکو ته د حافظ ګل بهار ځای معلوم دی.

د نوموړې په وینا، د حافظ ګل بهار د ډلې په ګډون نور پاکستاني طالبان هم افغانستان کې پټنځایونه لري.

د افغانستان د طالبانو حکومت او افغان شنونکو تل د پاکستان داسې ادعاوې رد کړي او وايي چې پاکستان په دې څرګندونو د ترهګرۍ د زیږولو او ملاتړ تورونه له ځان څخه پر افغانستان اچول غواړي.