پاکستان له کابل څخه د حافظ ګل بهار د سپارلو غوښتنه وکړه
Jul 20, 2024 04:09 Asia/Kabul
پاکستان وايي، د حافظ ګل بهار د ډلې په ګډون نور پاکستاني طالبان هم افغانستان کې پټنځایونه لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په مشخص ډول د کابل په حکومت غږ وکړ، چې د پاکستاني طالبانو یو مشر حافظ ګل بهار دې ور وسپاري.
هغې ادعا وکړه، چې طالب چارواکو ته د حافظ ګل بهار ځای معلوم دی.
د نوموړې په وینا، د حافظ ګل بهار د ډلې په ګډون نور پاکستاني طالبان هم افغانستان کې پټنځایونه لري.
د افغانستان د طالبانو حکومت او افغان شنونکو تل د پاکستان داسې ادعاوې رد کړي او وايي چې پاکستان په دې څرګندونو د ترهګرۍ د زیږولو او ملاتړ تورونه له ځان څخه پر افغانستان اچول غواړي.
ټیګونه