صهیونیسټي رژيم دې د جنګي جنایتونو په جرم محاکمه شي
د پاکستان حکومت د فلسطین د بې دفاع خلکو خلاف د جنګي جنایتونو په وجه په نړیوالو محکمو کښې د صهیونیسټي رژیم په محاکمه کیدو ټینګار وکړ.
د پاکستان د حکومتي خبري آژانس د رپورټ له مخې، د پاکستان حکومت د کابینې په پرونۍ غونډه کښې د فلسطین موضوع وڅیړله او د کابینې غړو د یو پریکړه لیک په صادرولو او د اسرائیلو د جنایتونو په غندلو سره د فلسطین له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ او د جنګي جنایتونو په وجه یې د صهیونیسټي رژيم د محاکمه کیدوغوښتنه وکړه.
په یاد پریکړه لیک کښې راغلي دي: په فلسطین کښې هیڅ کس په تیره بیا ملکي وګړي او همداشان روغتونونه او ښوونځي، د ملګرو ملتو دفترونه او د رسنیو کارکونکي د اسرائیلي ځواکونو له بې خرته ډزو او بمباریو خوندي نه دي، د فلسطین ټاټوبی په ډیرو کنډولو سره په یوې سترې ادیرې بدل شوی دی.
په دې بیانیه کښې راغلي دي چې د پاکستان حکومت له نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د اسرائیلو خلاف د بندیز د لګولو په شمول ټول شوني اقدامات ترسره کړي.
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړ چې که په غزه کښې د اسرائيلو د وحشي توبونو او جنایتونو مخنیوی ونه شي نو دا ناقراري به په ټولې دنیا کښې د ارامښت او صلحې د خرابیدو او ګډوډیدو سبب شي.
د پاکستان حکومت په پاې کښې له صهیونیسټي رژیم سره د اغیزناکې مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ له خوا د ګډو لاروچارو د موندلو په ضرورت ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې په غزې باندې د اسرائیلي تیري ګرو د حملو له پیل راهیسې ۳۹ زره او ۱۷۵ کسان شهیدان شوي او له ۹۰ زرو زیات نور زخمي شوي دي.