د پاکستان پر پولیسو د وسلوالو په حملې کې ۱۱پولیس ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i151648-د_پاکستان_پر_پولیسو_د_وسلوالو_په_حملې_کې_۱۱پولیس_ووژل_شول
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د سند او پنچاب صوبې په کچې سیمې کې د ځينو سرکاري  لوړپوړو چارواکو  په ملتیا سره ډاکوانو خپل راج  قایم کړی دی  او هرکله چې وغواړي ، پر عامو خلکو او سرکاري مامورانو ژوند تنګوي او  ورڅخه پیسې او نور امتیازونه اخلي .
(last modified 2024-08-23T03:53:47+00:00 )
Aug 23, 2024 03:41 Asia/Kabul
  • د پاکستان پر پولیسو د وسلوالو په حملې کې ۱۱پولیس ووژل شول

داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د سند او پنچاب صوبې په کچې سیمې کې د ځينو سرکاري  لوړپوړو چارواکو  په ملتیا سره ډاکوانو خپل راج  قایم کړی دی  او هرکله چې وغواړي ، پر عامو خلکو او سرکاري مامورانو ژوند تنګوي او  ورڅخه پیسې او نور امتیازونه اخلي .

زمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپور  راکړ، دپاکستان  د پنجاب صوبې د رحیم یار خان په کچه آبادۍ کې وسلوالو ډاکوانو د پولیسو پر یوه کاروان په برید سره یولس پولیس په ټکه ووژل.

په راپور کې وئيل شوي دي د رحیم یار خان سیمې په ماچکه کیمپ   کې ډاکووانو له یوې سیمې د پولیسو  دمبادلې پر  کاروان په راکټ لانچرو سره برید وکړ چې وئیل کیږي یولس کسان ئې په ټکه وژلي او اوه نور ئې ټپیان کړي دي، چې ځيني نور هم پکې مرګي حاله دي. وئيل کیږي ، ډاکوانو  د پولیسو پر ګاډي چې تخنیکي خرابي له امله په دغې سیمې کې ولاړ ؤ په راکټ لانچرو سره برید وکړ چې  ګاډی ئې په بشپړ ډول تباه کړ او  پکې سوارۀټول پولیس ئې په وینو کې لیت پیت کړل.

داپه داسې حال کې دي چې د سند او پنچاب صوبې په کچې سیمې کې د ځينو سرکاري  لوړپوړو چارواکو  په ملتیا سره ډاکوانو خپل راج  قایم کړی دی  او هرکله چې وغواړي ، پر عامو خلکو او سرکاري مامورانو ژوند تنګوي او  ورڅخه پیسې او نور امتیازونه اخلي .