د پاکستان په پنجاب صوبې کښې دولس پولیس ووژل شول
(last modified Fri, 23 Aug 2024 06:50:37 GMT )
Aug 23, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پنجاب صوبې کښې دولس  پولیس ووژل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې د رحیم یار خان په کچې سیمه کښې د پولیسو په کاروان باندې د ډاکوانو په برید کښې تراوسه دولس پولیس وژل شوي او اته نور ژوبل شوي هم دي.

د پنجاب پولیسو وویل چې د رحیم یار خان د کچې سیمې په ماچهکه کښې ډاکونو د پولیسو په دوو ګاډو باندې راکټي حمله وکړه چې له کبله یې  دولس پولیس وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

په دغو دوو ګاډو کښې له شلو زیات پولیس سپاره وو.

د پولیسو دغه دوه ګاډي د باران له کبله په خټو کښې ښخ شوي وو او ډاکووانو له فرصت څخه په ګټه پورته کولو سره په پولیسو راکټي حمله وکړه او دغه کسان یې مړه او ژوبل کړل.

Image Caption

 

بل خبر دا چې د پاکستان د پنجاب صوبې د رحیم یار خان د کچی سیمې په ماچهکه کښې د پولیسو په عملیاتو کښې په پولیسو د برید مهم عامل بشیر شر»ووژل شو او دغه راز دوه نور ډاکوان نصیر او ګدي  کوش هم سخت ژوبل شول.

د کچې سیمه چېرې ده او ولې د غلو پټنځایونه پکې دي؟

کچې یا کچه سیمه د پاکستان د  سند او پنجاب صوبو  تر منځ څو سوه زره هکتاره پراخه ځنګلي سیمه ده، چې ډېره برخه یې د پاکستان  د ځنګلونو  د ادارې ملکیت ده او د دې ادارې د مسوولینو په وینا ډېره برخه یې غصب شوې ده.

د پاکستان ځینې شتمن خلک هم په دې سیمه کې د پراخو ځمکو څښتنان دي، چې د دې هېواد په سیاست کې هم نفوذ لري.

د سیند پر غاړو دا ګڼ ځنګلونه د غلو د ځینو لویو غدیو لپاره له اوږدې مودې راهیسې پټنځایونه هم لري او په دې سیمه کې د ځمکو پر سر قبایلي شخړې هم کیږي.

پاکستاني امنیتي ځواکونو په دې ناامنه سیمه کې څو ځله چاڼیز عملیات کړي خو  د وسله والو غدیو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.