هېڅوک له طالبانو سره د مخامخ خبرو اجازه نه لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د خیبر پښتونخوا صوبې د اعلی وزیر علي امین ګنداپور څرګندونې په کلکه ټکو غندلې دي.
پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړی چې د پاکستان دفاع وزیر د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر له خوا له طالبانو سره مخامخ خبرې د دغه هېواد پر فیډرالي نظام برید بللی دی.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر ویلي چې نوموړی به مخامخ په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې وکړي او د اسلاماباد پالیسیو ته پاملرنه نه کوي.
ګنداپور زیاته کړې چې خلک یې هره ورځ وژل کېږي او نور دا وضعیت ورته د زغملو نه دی.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر ټينګار کړی چې د ټيټيپي له خوا ناامني ډېره شوې او زیاته کړې ده چې د خپلې صوبې په استازولۍ افغانستان ته پلاوی استوي او غواړي چې مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د پاکستان دفاع وزیر بیا د دغه صوبې د اعلی وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي څوک نه شي کولای له نورو هېوادونو سره مخامخ خبرې وکړي.
د یادونې ده چې پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د ټيټيپي جنګیالي په افغانستان کې دي او د دغه هېواد له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي؛ خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي.