پاکستان له ایران سره د تجارتي ملګرتیاؤ پیاوړتیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i153114-پاکستان_له_ایران_سره_د_تجارتي_ملګرتیاؤ_پیاوړتیا_غواړي
د پاکستان د ولسمشرۍ سرپرست د ایران او پاکستان ترمینځ د ولسی پيوندونو د بیواړتیا لپاره د ایران له اسلامی جمهوریت سره  د پارلیماني  تعاملاتو د پراختیا پر اهمیّت په ټينګار سره ووئيل؛ اسلام اباد له تهران سره د تجارتي او سوداګریزو ملګرتیاؤ د پراختیا غوښتونکی دی.
(last modified 2024-10-12T05:24:38+00:00 )
Oct 12, 2024 09:50 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د تجارتي ملګرتیاؤ پیاوړتیا غواړي

د پاکستان د ولسمشرۍ سرپرست د ایران او پاکستان ترمینځ د ولسی پيوندونو د بیواړتیا لپاره د ایران له اسلامی جمهوریت سره  د پارلیماني  تعاملاتو د پراختیا پر اهمیّت په ټينګار سره ووئيل؛ اسلام اباد له تهران سره د تجارتي او سوداګریزو ملګرتیاؤ د پراختیا غوښتونکی دی.

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړید پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ عمومی اړیکو برخې په یوې اعلامیې کې وئېلي دي، سرپرست ولسمشر سید یوسف رضا ګیلاني پرون ناوخته په اسلام اباد کې په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر رضا امیري مقدم سره کتنه کړې او دواړو لورو د دوواړخیزو اړیکو، سیمه ایزو ملګرتیاؤ او د اسلامی نړۍ د وضعیّت په تیره بیا په غزې او لبنان کې د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو سره اړونده ترټولو وروستیو بدلونونو په باب  سره خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ  په اعلامیې کې راغلي دي، یوسف رضا ګیلاني د ایران او پاکستان ترمینځ د دوستۍ د پيوندونو  دلاپياوړتیا لپاره د پارلیماني پلاؤ د راشه دیرشه پشمول ددواړو هیوادونو ترمینځ   دولسی ارتباطاتو  د زیاتولو پر اهمیّت  هم ټينګار وکړ.

ګیلاني صیب  د فلسطین دملت د آرمانونو د ملاتړ لپاره د پاکستان پر پیاوړي ژمنتیا ټينګار وکړ.

هغه د پاکستانیو زیارتوالو په آسانتیاؤ کې د ایران د حکومت د تاؤدې میلمه پالنې څخه چې هرکال د ایران د اسلامی جمهوریت په ټاټوبي کې د دیني مقدساتو څخه کتنه کوي، او همداراز د پاکستانیو زیارتوالو په معنوي سفر کې د ایران د ملت د ژورې مینې او عشق هم قدرونه وکړه.

د پاکستان سرپرست ولسمشر  په تجارتي ، امنیتی ،کلتوري او تعلیمي زمینو کې له ایران سره دملګرتیاؤ د  لاپیاوړتیا غوښته هم و کړه.

هغه روښانه کړې ده ،ایران او پاکستان سره دیني،کلتوري  او تاریخي ریښه ایز پیوندونه لري او د پاکستان ولس د ایران د ملت لپاره ډير زیات احترام او مینې ته قایل  دی.

یوسف رضا ګیلاني ټينګار کړی دی، تهران او اسلام اباد په ډيرو سیمه ایزو اونړیوالو ټولنو کې فعال غړي دي، پردې اساس د دوو اړخیزو ارتباطاتو او همداراز په سیمه ایزو معادلاتو کې  دلوړتیا لپاره په موجوده ملګرتیاؤ کې د یوه بل له توانمنیو څخه استفادې ته ا ړتیا لري.

په دغې کتنې کې د ایران سفیر هم په دې په خوښۍ ښودلو سره چې پاکستان په تیر کال کې د ایران پنځم تجارتي شریک ؤ،لس میلیارډ ډالرو ته ئې په کال کې ددواړو هیوادونو ترمینځ د موجوده تجارت داندازې د زیاتولو لپاره د ټاکنو د ارزونې په ضرورت ټينګار  کړی دی.امیري مقدم دسیمې ناکراره وضعیّت ته په اشارې سره ووئيل؛ مونږ په لبنان او غزې کې د اسرائيلو دنیواکګر او وحشي رژيم د نسل وژنې شاهدان یوو ،باید اسلام نړۍ په تیره بیا په سیمې کې اغیزشیندونکي هیوادونه دې په یووالي او یوه زړتوب سره ددغو خپل سرو  او بوږنونکو جنایتونو مخه ونیسي.