پاکستان له ۶۵ ورځو وروسته د پاک – افغان تړلې لویه لار پرانیسته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i153286-پاکستان_له_۶۵_ورځو_وروسته_د_پاک_افغان_تړلې_لویه_لار_پرانیسته
د پاکستان سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان- افغانستان لویه لار له ۶۵ ورځو تړل کېدو وروسته د تورخم له لارې په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
(last modified 2024-10-17T04:11:30+00:00 )
Oct 17, 2024 08:39 Asia/Kabul
  • پاکستان له ۶۵ ورځو وروسته د پاک – افغان تړلې لویه لار پرانیسته

د پاکستان سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان- افغانستان لویه لار له ۶۵ ورځو تړل کېدو وروسته د تورخم له لارې په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې دغه لویه لار د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او د اعتراض کوونکیو ترمنځ له بریالۍ خبرو وروسته پرانیستل شوه.

بل لورته بیا په ننګرهار کې د پاک-افغان د سوداګرۍ خونو سلاکار مخلص احمد رسنیو ته ویلي، چې له دې سره به د افغان سوداګرو د صادراتو او افغانستان ته د وارداتو ستونزه حل شي.