په پاراچنار سیمې کې پوځي واکداران د ټولو ترینګلتیاؤ مسئول دي
(last modified Mon, 21 Oct 2024 09:47:08 GMT )
Oct 21, 2024 14:17 Asia/Kabul
  • په پاراچنار سیمې کې پوځي واکداران د ټولو ترینګلتیاؤ مسئول دي

  په داسې حال  کې چې له تیرو دوو کلونو راهسې دپاکستان  د خیبرپختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې د ځينو دسیسو په اساس وخت په وخت شخړې او ترینګلتیاوې راپورته کیږي،له تیرو لسو دولسو ورځو راهسې یوځل بیا له ټولې دنیا سره د کورمې پاراچنار رابطه یو ځل بیا د یوې دسیسې په اساس غوڅه کړئ شوې ده.

زمونږخبریال راپور راکړی، د کورمې ضلعې د طوري اوبنګښو قومونو مشرانو   له تیرو لسو ورځو راهسې د شیعه اوسني امن جرګې په وسیله خپلې ټولې هڅې وکارولې څو حکومتي لوری په تیره بیا پوځي واکوالان له خپلو  اصلي دندو سرغړونه کوي او نه غواړي  چې د پاکستان له لورو سیمو سره د پاراچنار سیمې رابطه ټينګه شي  او سړکونه پرانیستل شي.

په راپور کې راغلي دي ،بلاخره  د کورمې مشران یعني د انجمن حسینیه او تحریک اسلامی غورځنګ مشران مجبوره شول څو پوځي  واکوالانو ته ګواښ وکړي چې که تر شنبې  ماښام پورې د پاکستان له نورو سیمو سره د پاراچنار ستره لاره خلاصه نشي ، نو په ټولې کورمې سیمې کې به  احتجاجا درستې  لارې وتړي او د پوځي او حکومتي واکوالانو پشمول هیچا ته به د تګ راتګ اجازت ورنکړي،دوي وائي کله چې پر عامو خلکو لاره بنده وي او خوراکي او درملیز شیان  ورته نه رسیږي، نو بیا ځاي پوځي واکداران او حکومتي  مسئولان او ادارې هم حق نه لري ،په کورمې کې تګ راتګ وکړي.

په راپور کې وئيل شوي دي، د کورمې سیمې د انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ نن د احتجاج کونوکو په ټول کې  چې پاراچنار ښار ته تلونکي لاره ئې تړلې ،ووئیل،په کورمه د شیعه اوسني هیڅ شخړه نشته او که  شخړه ده د ځاي پوځي او حکومتي مسئولانو خپلې شخصي غوښتې دي څو د پاکستان له نورو سیمو سره د  کورمې لارې تړل شوي وساتل شي، چې دا هیڅکله هم  د منلو وړ نه ده.

جلال بنګش پخپلې وینا کې ووئيل، مونږ سره داهل سنت مشرانو په تماس کې روښانه کړې ده چې  مونږ د لارې په بندولو باندې خوښ نه یوو او غواړو  دغه لارې په امنیت اوثبات سره پرانیستل وساتل شي،خو هغه څوک چې دغه لارې هماغه راز بندې ساتل غواړي ، ځاي پوځي واکداران او حکومتي لوری دی چې ددغې چارې تائيد د کوهاټ ،تل  او هنګو  دشیعه  او سني مشرانو جرګې  مسئولانو په یوه خبری کنفرانس کې هم  کړی چې مونږ دا فکر کاوه چې په کورمه کې  دشیعه او سني شخړه ده ،خو مونږ په  دې باؤر یوو چې په دغې سیمې د شیعه ا و سني  شخړه نشته اصل کې دا حکومتي  او پوځي واکداران دي چې په سیمې کې دترینګلتیاؤ د دوام لپاره د امن جرګې فیصلې نه اجرا کوي، نو دا  یوه داسې خبره ده چې ښئ،  په کورمې کې ځيني پوځي او حکومتي کړئ  هڅه کوي، څو د خپلو شخصي ګټو لپاره سره د کورمې ضلعې  شیعه سني قومونه سره وجنګوي  او په خړو اوبو کې کبان ونیسي.

جلال بنګښ پخپلو څرګندونو کې پوځي واکدارانو او حکومتي مسئولانو ته یوځل بیا سپارښتنه وکړه چې  خپل مسئولیّتونه دې وپيژني ،دمونږ احتجاج  امنه دی اوتر هغه وخته چې پر عامو خلکو لاره بنده وي ،نو  حکومتي اوپوځي ادارې او واکداران به هم  دعامو خلکو په څير تګ راتګ نشي کولی ، دوي باید تر سبا سهار پورې د ټل پاراچنار ستره لاره پرانیزي او امنیت دې ټینګ کړي ،که نه نو د دوهم اقدام لپاره به د کورمې طوري او بنګښ قومونه  بیا فیصله کوي. اوس هم و خت دی چې  ځاي پوځی وا کداران او حکومتي مسئولان دې په خود کې شي .که حالات له دې لا خراب شي ،نو بیا به ئې د هیچا په کنټرول کې نه وي او مسئولیّت به ئې  هم دځاي پوځي واکدارانو او حکومتی مسئولانو پر غاړه وي.

باید ووئیل شي چې د کورمې طوري اوبنګښو قبیلو مشرانو پرون پریکړه کړې چې احتجاجا به  د ټولې کورمې سړکونه  ترهغه مهاله تړل شوي ساتي ترڅو چې د ټل پاراچنار ستره لاره  خلاصه شوي نه وي  او امنیت ئې  ټينګ شوی نه وي.  په راپور کې وئيل شوي دي چې د کورمې ضغلې په لویر او اپر کورم کې  په اوو ځایونو کې د شپږ قوه طوري او بنګښو لارې تړلي دي او له نن سهار راهسې ئې تر شپې پورې پر حکومتي او پوځي واکدارانو او ا دارو هرډول تګ راتګ ممنوع کړی دی.

د سیمې ډیری کارپوهان او شناندي وائي چې د پاکستان مرکزی حکومت او پوځي واکوالان که په خود کې نشي او د کورمې ضعلې په موجوده حالاتو  او د ځاي پوځی واکدارانو او حکومتی مسئولانو پر لټیو جدي غور ونه کړي نو ممکنه ده په دغې سیمې کې حالات تر هغه ترینګلي شي ، چې بیا به ئې ورته کنټرول ناممکن وي.