په باجوړ کی په استخباراتي عملیاتو کې ۹ خوارج هلاک شول
(last modified Thu, 24 Oct 2024 08:00:52 GMT )
Oct 24, 2024 12:30 Asia/Kabul
  • په باجوړ کی په استخباراتي عملیاتو کې ۹ خوارج هلاک شول

د پاکستاني رسندویو له راپور سره سم د پاکستان د پوځ عمومي اړیکو دفتر له راپور سره سم د پوځ دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شو چی پکې یو مشهور ترهه ګر قریشي استاد په شمول دوه ځان وژونکي هم هلاک شول .

د پاکستان پوځ وایی چی له هیواده به د ترهه ګرۍ  او ترهه ګرو تر بشپړولو له مینځه وړلو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی  .

د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری د پوځ په عملیاتو کې د ۹ خوارجو په هلاک کیدا د خوشحالۍ په څرګندولو سره د پوځ د عملیاتو ستاینه وکړه . هغه وویل چی درست قوم د ترهه ګري د له مینځه وړلو لپاره سره یو موټی دی .