روسیه د پاکستان د هوائي ځواک تخنیکی پشتیبانۍ ته چمتو ده
(last modified Wed, 30 Oct 2024 01:53:56 GMT )
Oct 30, 2024 06:23 Asia/Kabul
  • روسیه د پاکستان د هوائي ځواک تخنیکی پشتیبانۍ ته چمتو ده

د روسیې فیډریشن مرستیال دفاع وزیر  له پاکستان سره د پوځي ملګرتیاؤ په اهمیّت په ټينګار سره  ووئیل،چې هیواد ئې د پاکستان  دهوائي ځواک د اړتیا وړ تجهیزاتو  دتامینولو  او دتخنیکي ملاتړ لپاره  تیار دی.

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړی، دروسیې دمرستیال دفاع وزیر جنرال الیګذینډر فومین په مشرۍ د  روسیې یوه لوړروتبه پلاوي  په اسلام اباد کې  د پاکستان د هوائي ځواک له قوماندان جنرال ظهیر  احمد بابر سره کته او خبرې اترې وکړې.

اسلام اباد ته د روسیې ددغه لوړپوړي پوځي چاروکي سفر، د دروژبا-۷ په نامې سریه ددواړو یهوادونو د هوائي ځواکونو د هغې ګډې مانورې له ترسره کیدا څو ورځې وروسته  شوی چې  تر دوو اونیو پورې دپاکستان په شمال لویدیځ کې ترسره شوي دي.

د پاکستان د پوځ د آئي ایس پي آر  په اعلامیې کې هم راغلي دي، د روسیې د پوځي پلاوي او د پاکستان د هوائي ځواک دقوماندان په لیدو کتو کې دپوځي ،دفاعي صنعت  دملګرتیاؤ پر پیاوړتیا او  پاکستان له هوائي ځواک څخه  دتخنیکي ملاتړ او دګډو پوځي مشقونو له لارې دموجوده اړیکو دپیاوړتیا لپاره  دنوو لارو چارو  ارزولو باندې  ټينګار وشو.  دپاکستان د هوائي ځواک قوماندان هم  له روسیې سره د پوځي اړیکو  پر پیاوړتیا ،دګډو زده کړوپر پروګرامونو،پوځي مشقونو او دصنعتي ملګرتیاؤپه پیاوړتیا په  تمرکز ټينګار وکړ.د روسیې مرستیال دفاع وزیر د پاکستان له دفاع وزیر خواجه آصف سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.