د اسلامي بیدارۍ نړیوال فورم په پاراچنار کښې ترهګریز برید غندلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i154606-د_اسلامي_بیدارۍ_نړیوال_فورم_په_پاراچنار_کښې_ترهګریز_برید_غندلی_دی
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د اسلامی بیدارۍ نړیوال فورم د پاکستان د شمال لویدیځ د پاراچنار په ښار کښې د په کاروان باندې د ترهه ګرۍ حمله چې په نتیجه کښې یې ۱۰۷ تنه شول، په کلکه وغندل چی دغه جنایتونه د صهیونیسټ رژیم په شان د امریکا او لویدیځ په ملاتړ په منظم ډول د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې او په سیمه کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د رامینځته کولو په هدف ترسره کیږی .
(last modified 2024-11-24T22:40:48+00:00 )
Nov 25, 2024 03:09 Asia/Kabul
  • د اسلامي بیدارۍ نړیوال فورم په  پاراچنار کښې ترهګریز برید غندلی دی

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د اسلامی بیدارۍ نړیوال فورم د پاکستان د شمال لویدیځ د پاراچنار په ښار کښې د په کاروان باندې د ترهه ګرۍ حمله چې په نتیجه کښې یې ۱۰۷ تنه شول، په کلکه وغندل چی دغه جنایتونه د صهیونیسټ رژیم په شان د امریکا او لویدیځ په ملاتړ په منظم ډول د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې او په سیمه کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د رامینځته کولو په هدف ترسره کیږی .

په دغه بیانیه کښې  راغلی دي د پاکستان له حکومت  هیله کیږی چې د تکفیری او ترهګریزو حرکتونو په وړاندې په قاطعانه توګه د مقابلې او د دغه جنایت د عاملینو د محاکمه کولو په ترڅ کښې د تکفیری او تروریستی ډلو د دغه ډول جنایتونو د تکرار مخنیوی او  د ترهه ګرو په ملاتړو باندې د داخلی او خارجی سیاسی او پوځی دباو اچولو په شمول جدی اقدامات وکړی.  

په همدې حال کې د پاکستان د پنجاب صوبې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د دغه هیواد پلازمینې اسلام اباد ته نږدې د راولپنډۍ ښار په چیکری سیمه کښې د استخباراتی او امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې درې ترهګر ووژل.

په تیرو دریو کلونو کې پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د ترهگرو په بریدونو کې له بې ساري زیاتوالي سره مخ دی.

د تحریک طالبان پاکستان ترهگرې ډلې د اکثرو دغو حملو ذمه واري په غاړه اخستې ده.