د پاکستان خارجه وزیر ایران ته په سفر راځي
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې په یولړڅرګندونو کې ووئيل، دپاکستان مرستیال لومړی وزیر او د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار به د اکو موسیسې په ناستې کې د ګډون لپاره ایران ته په سفر لاړشي.
ایرنا خبری اژانس راپور و رکړی، د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې ممتاز زهرا بلوچ په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې ووئیل،د پاکستان مرستیال وزیراعظم او خارجه وزیر سناتور اسحاق ډار د د ایران د اسلامی جمهوریت په کوربتوب سره د اکو موسیسې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې د ګډون لپاره مشهد مقدس ته سفر وکړي.
هغې دغه راز ووئیل،سناتور اسحاق ډار به د ایران مشهد ته په سفر کې د اکو موسیسې موخو ته د پاکستان پر ژمنتیا او د سیمه ایزو ارتباطاتو د پراختیا له پروژو څخه پر ملاتړ او د ویزو د آسانولو او د سرحدي مراوداتو پر پراختیا ټینګار وکړي.
ممتاز زهرا زیاته کړه ،د پاکستان مرستیال وزیر اعظم او خارجه وزیر به د مشهد غونډې په څنډې کې د ګډون کونکو پلاؤ له مشرانو سره هم وګوري.
هغې دغه راز زیاته کړه ، د پاکستان مرستیال لومړی وزیر به همدرااز په مینځني ختیځ کې د دښمنیو د زیاتیدا په باب دپاکسکتان ژورې اندیښنې هم مطرح کړي.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي تیره اونۍپه مشهد مقدس کې د ایکو موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د اته ویشتمې ناستې د دترسره کید خبر ورکړی ؤ چې د لیندۍ دمیاشتې په دیارلسمه نیټه به ترسره شي.