دالهی دینونو مشترکو بحثونو څخه معنویّت او عدالت ته توجه کیږي
په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت دسفارت کلتوری سلایار،په ایران کې د مختلفو دینونو د پیروکارو ګډ سوله ایز ژوند ته په اشارې سره ووئيل، معنویّت او عدالت ته توجه ، د الهي دینونو دګډو بحثونو یوه برخه ده .
زمونږخبریال له ملایشیا راپور راکوي،د نوي میلادي کال او د حضرت عیسی مسیح(ع) دنیکمرغه میلاد په درشل کې په ملایشیا کې د ایران کلتوری سلایار حبیب رضا ارزاني د ملایشیا هیواد د کاتولیک کلیساګانو له لوي پادري سایمن پيټر یوهن سانګ سره په ساراواک صوبې(کوچینګ) کې کتنه وکړه.
په دغې کتنې کې حبیب ارزاني په ایران کې د مخلتفو دینونو پيروکارو ګډ سوله ایز ژوند ته په اشارې سره ووئیل، د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته حضرت امام خمینی ، په هیواد کې ترټولو مهم رکن د اسلام د پاک دین تر بیرغ لا ندې د یوه واحد امت جوړول عنوان کړل او د همدغه ماډل په اساس ټول دینونه او مختلف مذهبونه وتوانیدل دیوه بل ترڅنګ په وحدت رامینځةکونکي فضا کې ژوند وکړي.
په ملایشیا کې د ایران د سفارت کلتوری سلایار دې ته په اشارې سره چې د ایران داسلامی جمهوریت اساسی قانون دالهی دینونو او د بشر حقوقو ته پر احترام ټينګار کوي،ووئيل؛زرتشتیان،یهودیان او مسیحیانو پشمول الهي دینونه د ایران په پارلیمان کې استازی لري او له ښاریزو حقوقو څخه د نورو ښاریزو په شان برخمنیدلی شي.
ارزانی په غزې تړانګې او لبنان کې دمظلومو ښځو ،ماشومانو او بوډاګانو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم غیر انساني او وحشي ډوله حملو او بمباریو ته په اشارې سره ووئیل، نن سبا په نړۍ کې سولې ته اړتیا ده او د الهي دینونو په اتحاد سره به په چورلټ ډول ددنړیوالو لپاره سوله او آرامښت ډالۍ کړي.
په دوام کې د ساراواک صوبې د کاتولیکانو د کلیساګانو ستر پادري سایمن پيټریوهن سانګ هم په دغې کتنې د خوښۍ په ښودلو سره ووئیل، له نیکه مرغه د ملایشیا په دغې صوبې کې هم مسلمانان، مسیحیان اوبودایان د یوه بل ترڅنګ په آرامښت او سولې کې ژوند کوي. هغه د ایران د اسلامی جمهوریت د الهی دینونو د خبرواترو په غونډې کې د ګډون لپاره د کاتولیکانو دغه ستر پادري ته په دعوت ورکولو سره به ساراواک صوبې کې د مصنوعي ذهانت یا هوش په موضوع سره د مختلفو الهي دینونو دنمایندګانو د ګډ کنفرانس د ترسره کولو وړاندیز مطرح کړ.