ایران او پاکستان په  مختلفو حوزو کې دوه اړخیزې اړیکې لاپراخوي
(last modified Wed, 04 Dec 2024 00:22:42 GMT )
Dec 04, 2024 04:52 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان په  مختلفو حوزو کې دوه اړخیزې اړیکې لاپراخوي

د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو په مختلفو  حوزو کې د  دوو اړخیزو اړیکو د ژورتیا په زمینې کې  سره خبرې اترې کړي دي.

زمونږخبریال د ایران پریس له قوله راپور راکړ،  د پاکستان خارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي،د پاکستان مرستیال وزیراعظم او خارجه وزیر  محمد اسحاق ډار په مشهد مقدس کې د اکو موسیسې د  غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې په څنډې کې  د ایران له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو او  د وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو  بدلونونو په باب خبرې اترې او مشورې وکړې.

د پاکستان  خارجه وزیر په دغې کتنې کې ووئيل، پاکستان په مختلفو  حوزو کې له خپل ګاونډي او ورور هیواد ایران سره  داړیکو پراختیا او ژورتیا دخپلې ایجنډا په سر کې لري او  په سلامشورو سره خپلې سرحدي مسئلې په ښه توګه حل کولی  او دغه راز  دسیمه ایزو او نوره نړیوالو مسئلو  په اړه هم ښه او ګډ دریځونه غوره کولی شي.

د اکو موسیسې د غړو هیوادونو  دخارجه وزیرانو اته ویشتمه ناسته  د غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو ، لوړپوړو چارواکو د اکو دعمومی منشي  او نورو نړیوالو اورګانونو  د استازو په ګډون سره پرون د ایران په مشهد کې ترسره شوه.