د پاکستان په پېښورکې مړ دی وی اسراییل لویه غونډه ترسره شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155096-د_پاکستان_په_پېښورکې_مړ_دی_وی_اسراییل_لویه_غونډه_ترسره_شو
په پاکستان کښې د صهیونیسټ ضد ترټولو سترې غونډې په لړ کښې ددغه هیواد په زرګونو خلکو په پیښور کښې د( مرګ په اسرائیلو) تر عنوان لاندې مظاهره وکړه او په غزه او سیمه کښې یې دصهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او فلسطین له زړورو او مظلوم ملت سره یې پیوستون څرګند کړ .
(last modified 2024-12-09T06:11:41+00:00 )
Dec 09, 2024 10:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پېښورکې مړ دی وی اسراییل  لویه غونډه  ترسره شو

په پاکستان کښې د صهیونیسټ ضد ترټولو سترې غونډې په لړ کښې ددغه هیواد په زرګونو خلکو په پیښور کښې د( مرګ په اسرائیلو) تر عنوان لاندې مظاهره وکړه او په غزه او سیمه کښې یې دصهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او فلسطین له زړورو او مظلوم ملت سره یې پیوستون څرګند کړ .

د ایران فارس خبری اژانس د خبر له مخې  په دغه صهیونیسټی ضد غونډې کښې چې د جمعیت علمای اسلام له خوا جوړه شوې وه او د پاکستان د خلکو، مذهبی او سیاسی مشرانو په پراخ شتون سره ګډونوالو د اسرائیلو او استعمار ضد شعارونه ورکړل او  د صهیونیسټانو له جنایتونو یې کرکه څرګنده کړه او د فلسطینیانو له حقوقو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دغه کتنه کښې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د فلسطین په ملاتړ کښې د پاکستان د مسلمان ملت په هوډ ټینګار وکړ او د مسلمانانو په خلاف د صهیونیسټانو د بې ساري جنایتونو په دلیل  یې د لویدیځو قدرتونو په ملاتړ نیوکه وکړه.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وویل: په داسې حال کې چې لوېديځ په نړيوالو جګړو کې په ميليونونو انسانان ووژل، د فلسطين په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مسلمانانو وژلو ته دوام ورکوي، نو د پاکستان ملت لا هم د فلسطين او د دې مظلوم ولس په دفاع کې په خپل اصولي دريځ ټينګ ولاړ دی.

فضل الرحمن امريکا او اسرائيلي رژيم د بشريت قاتلين وبلل او پر اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د اسرائيلو د جنايتونو د سمدستي بندولو لپاره عملي اقدام وکړي.

د صهیونیسټی ضد  غونډې نورو ویناوالو هم په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه او د دغه بشری جنایت لپاره د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ په غندلو سره له غزې تړانګې د ملاتړ او مرستې په برخه کښې د پاکستان له حکومت د جدی اقداماتو غوښتنه وکړه.