طالبان او پاکستان د اړیکو په عادي کولو پسې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155146-طالبان_او_پاکستان_د_اړیکو_په_عادي_کولو_پسې_دي
تهران راډیو ـ په پاکستان کې د طالبانو سفیر وایي چې د اسلام اباد اړو کابل په اړیکو کې بندون باید لرې شي.
(last modified 2024-12-10T07:21:00+00:00 )
Dec 10, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • طالبان او پاکستان د اړیکو په عادي کولو پسې دي

تهران راډیو ـ په پاکستان کې د طالبانو سفیر وایي چې د اسلام اباد اړو کابل په اړیکو کې بندون باید لرې شي.

د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب وایي چې کابل د پاکستان او افغانستان تر مینځ د اړیکو د ترینګلتیا له یو پړاو وروسته د اړیکو دعادي کولو هڅه کوي.

د د نیشن په لیکنه، د افغانستان سفیر دغه خبرې د پاکستان له خارجه وزیر محمد اسحاق ډار سره په کتنه کې کړې دي.

خو طالبان وایي چې  د ترهه ګرۍ جرړه د پاکستان په خاوره کې ده او اسلام اباد باید دا موضوع ومني.

 د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد وویل چې د ترهه ګرۍ جرړه د پاکستان په خاوره کې ده او دغه هیواد باید په دې اړه اقدام وکړي.

د پاکستان خارجه وزارت ویلي چې محمد صدیق چې په دا وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی هم ټاکل شوی په دې کتنه کې  شتون درلود چې دا له کابل سره د اړیکو د اهمیت ښودنه کوی.