طالبان او پاکستان د اړیکو په عادي کولو پسې دي
تهران راډیو ـ په پاکستان کې د طالبانو سفیر وایي چې د اسلام اباد اړو کابل په اړیکو کې بندون باید لرې شي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب وایي چې کابل د پاکستان او افغانستان تر مینځ د اړیکو د ترینګلتیا له یو پړاو وروسته د اړیکو دعادي کولو هڅه کوي.
د د نیشن په لیکنه، د افغانستان سفیر دغه خبرې د پاکستان له خارجه وزیر محمد اسحاق ډار سره په کتنه کې کړې دي.
خو طالبان وایي چې د ترهه ګرۍ جرړه د پاکستان په خاوره کې ده او اسلام اباد باید دا موضوع ومني.
د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد وویل چې د ترهه ګرۍ جرړه د پاکستان په خاوره کې ده او دغه هیواد باید په دې اړه اقدام وکړي.
د پاکستان خارجه وزارت ویلي چې محمد صدیق چې په دا وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی هم ټاکل شوی په دې کتنه کې شتون درلود چې دا له کابل سره د اړیکو د اهمیت ښودنه کوی.