پر پاکستان د امریکا بندیزونه نړیوال امنیت ته خطرناکې پایلې لري
Dec 20, 2024 02:46 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې پر پاکستان د واشنګټن بندیزونه تعصبي او نړیوال امنیت ته ګواښ دی او د سیمې د ستراتیژیک ثبات او همدارنګه نړیوال امنیت ته خطرناکې پایلې لري.
امریکا چارواکو ویلي چې د پاکستان اوږده واټن بالسټیک توغندیو پروګرام په تړاو يې نوي بندیزونه لګولي.
واشنګټن کې چارواکو ویلي چې دغه بندیزونو د پاکستان پر ملي دفاعي ادارې هم لګوي، چې د دې هېواد توغندیز پروګرام چارې تنظیموي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر ویلي چې، د پاکستان پرمختیا کمپلکس په ګډون، پر څلورو ادارو دغه بندیزونه د هغه ځانګړي امر له مخې لګول کېږي، چې د پراخې ویجاړۍ رامنځته کوونکې وسلې، چمتو کوونکي، ترلاسه کوونکي، لېږد رالېږد کې مرسته کوونکي او ودې ورکولو وسایل، ادارې او اشخاص یې په نښه کوي.
ټیګونه