پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو په وژلې باندې اعتراضونه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155590-پاکستان_کښې_د_شیعه_مسلمانانو_په_وژلې_باندې_اعتراضونه
پاکستانیانو د پاړه چنار د غمیزو په غندنه کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2024-12-25T23:46:16+00:00 )
Dec 26, 2024 04:14 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

پاکستانیانو د پاړه چنار د غمیزو په غندنه کښې مظاهرې وکړې.

د پاکستان سیاسي ګوندونو او شیعه مذهبي ډلو پرون د پلازمینې اسلام آباد په شمول د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې د پاړه چنار د خلکو د حالاتو په خرابیدو په تیره بیا د تکفیري عناصرو له خوا د ملکي وګړو په بې رحمه وژلې باندې په اعتراض او غندنه کښې پراخې مظاهرې وکړې.

د دغه رپورټ له مخې، په لاهور، ملتان، کراچۍ او حیدرآباد کښې شیعه مذهبي ډلو د تکفیري او ترهګرو عناصرو له خوا د پاړه چنار ښار د شیعه مسلمانانو د بې رحمانه وژلې په غندنه کښې اعتراضي پرلتۍ ووهلې.

د مجلسِ وحدتِ مسلمین په بلنه پرون د اسلام آباد پریس کلب په وړاندې د پاړه چنار د خلکو په قتل عالم باندې د اعتراض کونکو تجمع وشوه او ګډونوالو په پاړه چنار کښې د امنیت په سمدستي ټینګښت او د ترهګرو بریدونو د عواملو په پیژندلو کښې د حکومت او امنیتي ادارو نرم چلند وغنده.

وړمه ورځ د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پاړه چنار د خلکو لپاره د دملیزو او خوراکي اړتیاو د سمدستي استولو او پيښور او اسلام آباد ته د ناروغانو د انتقال لپاره د څو چورلکو د ځانګړې کولو حکم صادر کړی و.