د افغانستان طالبان دې د پاکستان له وروستیو بریدونو درس واخلي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی وايي چې تحریک طالبان پاکستان ډله د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده او د افغانستان طالبان باید له وروستیو هوايي بریدونو درس واخلي.
اصف دراني پرون ، په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ وروستۍ نښتې «خواشینونکې» دي، خو دا باید د یو درس په توګه په نظر کې ونیول شي.
هغه زیاته کړې ده: «وروستۍ پېښې خواشینونکې دي، خو دا باید د افغان طالبانو د ملګرو او وروڼو لپاره یو درس پاتې شي.»
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي ویلي چې ټيټيپي د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده او هېڅوک له هغې څخه د تېرېدو اجازه نه لري.
دراني دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړي، چې شاوخوا څلور شپې مخکې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ بمباري کړې وه چې په پاېله کې یې ۴۶ ملکیان وژل شوي وو.
له دې پېښې وروسته طالبانو وړمه شپه ناوخته له خوست او پکتیا ولایتونو څخه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه پېل کړل.
بل خوا د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې جنګیالي په نښه کړي، خو طالبان بیا وايي چې پاکستاني پوځ وزیرستاني کډوال وژلي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر سر د اسلاماباد او کابل اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.